1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رپوټ: فرونتکس، له مهاجرو سره تاوتریخوالی له پامه غورځولی

۱۳۹۸ مرداد ۱۴, دوشنبه

د یوه رپوټ له مخې د اروپایي اتحادیې د بهرنیو پولو ساتونکي آژانس فرونتکس، د دغې اتحادیې پر پولو له مهاجرو سره د بشري حقونو پر نقضولو سترګي پټې کړي او د اخراج په پروازونو کې یې په خپله له بشري حقونو سرغړونه کړې ده.

Bulgarien Grenze Türkei Frontex Beamte
انځور: EU/N. Doychinov

د المان د اې ار دي، تلویزوني چینل د سیاسي مجلې «رپورټ مونشن» د معلوماتو له مخې دغه تورونه د فرونتکس، د په سلونو داخلي اسنادو له مخې په اثبات رسیدای شي چې دغې څانګې په ګډه له بریتانوۍ ورځپاڼې «ګارډین» او څیړنیز مرکز «کوریکتیو» سره په ګډه ارزولي دي.

د دغو اسنادو له مخې فرونتکس، د اروپا پر پولو له حده زیات زور زیاتی له پامه غورځولی چې د غړو هیوادونو د مامورینو له لوري تر سره کیږي.

د مرچو د سپرې په واسطه حملې

د «رپورټ مونشن» په وینا، فرونتکس له مهاجرو سره د ناوړه چلن په ترڅ کې د اروپایي اتحادیې په پولو کې د سپو په واسطه تعقیب او د مرچو سپرې مستند کړي دي. د اسنادو له مخې دغه تورونه پر نورو سربیره په بلغاریا، هنګري او یونان کې د پولو ساتونکو په اړه دي.

په بلغاریا کې د فرونتکس مامورین (آرشیف انځور)انځور: EU/N. Doychinov

د «رپورټ مونشن» د راپور له مخې د اروپایي اتحادیې د آژانس په توګه فرونتکس دا امکانات لري چې د بشري حقونو د دغو سرغړونو په غبرګون کې په دغو هیوادونو کې د خپل کارکوونکو فعالیت بند کړي. د اې آر دي، د رپوټ له مخې د اروپایي اتحادیې د بهرنیو پولو ساتونکي آژانس یو ځل هم دا کار نه دی عملی کړی.

د فرونتکس د مشورتي څانګې مشر شتیفن کیسلر، د اې آر دي په خپرونه کې چې د سه شنبې په ورځ نشریږي په انتقادي شکل ویلي دي چې فرونتکس په دې ډول ځان په جرم کې شریکوي.

«اروپایي اتحادیه خپل اخلاقي اقتدار له لاسه ورکوي»

پر دې سربیره په دغه رپوټ کې د فرونتکس د داخلي اسنادو له قوله ویل شوي دي چې د اروپایي اتحادیې د بهرنیو پولو د ساتلو آژانس مامورینو د اخراج په پروازونو کې پخپله بشري حقونه نقض کړي دي. د بیلګې په توګه کم سنه بې سرپرسته مهاجر اخراج کړل شوي دي او یا هم مهاجر د اخراج په ترڅ کې په دارو درملو سره آرامه ساتل شوي دي.

اندریاس پوتاکیس چې د یونان د پارلمان له لوري د بشري حقونو د استازي په توګه ټاکل شوی او د حکومت او فرونتکس تر منځ ارتباطي کس دی، د اې آر دي، په تلویزوني پروګرام کې ویلي دي چې «د اروپايي اتحادیې دغه اژانس د قانون د واکمنۍ په برخه کې د اروپايي اتحادیې د غړو هیوادونو له لوري د ټاکل شوو معیارونو په پرتله ټیټ معیارونه کاروي.»

د پوتاکس په خبره اروپایي اتحادیه په دې ډول خپل اخلاقي اقتدار له لاسه ورکوي.

(nob/gri sr/nz (afp, ard

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل