1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رپوټ: لوږه د کوچنیانو د قاچاق او د هغوی د ودونو سبب کیږي

۱۴۰۳ خرداد ۲۴, پنجشنبه

د افغانستان په ګډون بحراني هیوادونو کي له لوږي سره مخامخ کورنۍ د خپلو کوچنیانو د ودولو له لاري د ژوندي پاته کیدو له پاره یو چانس ویني. د کوچنیانو د ملاتړ نړیوال سازمان د متقابلو اقداماتو غوښتنه کوي.

Afghanistan Kinderehe
انځور: HOSHANG HASHIMI/AFP

د کوچنیانو د ملاتړنړیوال سازمان (World Vision) کارپوهان، د کوچنیانو حالت په پام کي نیولو سره لوږي څخه د هغوی د لا ډیري ساتنی غوښتنه کوي. د هغوی په خبره په دې برخه کي د شتمنو هیوادونو لا ډیرو مرستو  ته اړتیا لیدله کیږي.

نوموړي سازمان د پنجشنبه په ورځ (۲۰۲۴ کال د جون ۱۳) د جرمني د هیسن ښار په فریدریشز دورف سيمه کي څرگنده کړې ده چې، لکه څنګه چي ډېر انسانان د ژوندي پاته کیدو له پاره له سختو ستونزو سره مخامخ دي، نو دا کار د لازیاتو کوچنیانو د قاچاق او په کم عمر کی د هغوی د ودونو سبب کیږي. دغه خبره له لوږی سره مخامخ هیوادونو سره د مالي مرستو په اړه رپوټ څخه څرگندیږي.

د World Vision سازمان د رپوټ له مخي، بې شمېره مرستندویه سازمانونه په اوس وخت کي د بودیجې د کمښت له امله د خوراکي توکو جیره (راشن) راکموي: دا کار د کوچنیانو د لازیات قاچاق او د هغوی د ودونو سبب کیږي.

د بشري مرستو د رسولو مسووله ها-نا شولڅ، وايي:«نوموړی رپوټ د راشن د کمښت  ناوړه عواقب په گوته کوي.» نوموړې، د کوچنیانو قاچاق او د هغوی واده  کول، د دغو اړمنو کورنیو د ژوندي پاته کیدو له پاره یوه ستراتیژي بولي.

ياد سازمان د دغه رپوټ له پاره په شپږو هیوادونو کي له اغیزمنو کسانو سره خبري کړي دي، چي په هغوی کي افغانستان ، د کانگو دیموکراټیک جمهوریت او لبنان هم شاملیږي.

د پوښتل سوو والدینو څه ناڅه یو پر دریمه برخه په دې نظر دي چي د ډیریو نجونو  له پاره د خوراکي توکو کمښت، په کم سنۍ کي د هغوی د ودولو سبب کیږي. په افغانستان کی حتی ۹۷ سلنه پوښتل سوي والدین ورته نظر لري.

دغه مرستندویسازمان د دې کار پړه، په نړیواله کچه د بشري مرستو پر کمښت وراچوي. په داسي حال کي چي په دغو شپږو هیوادونو کي دغو کورنیو تر نوموړي کمبود مخکي په اوسط ډول هره ورځ دوه وخته ډوډۍ درلوده، د ۲۰۲۴م کال په جنورۍ کی نوموړو کورنیو په ورځ کي یو وخت او یا هم هیڅ ډوډۍ نه درلوده.

د World Vision سازمان استازې ماری نجیري وایی: «د نړۍ دولتي او حکومتي مشران باید په عاجله توگه د شخړو د له منځه وړلو او داقلیمي بدلون   له امله رامنځته سوو عواقبو په مهارولو کي خپلي هڅي گړندۍ کړي او له دا ډول حالت سره مخامخو کوچنیانو او د هغوی کورنیو ته لازمه بشري مرسته ورسوي.»

GP/NZ/AG

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل