1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رپوټ: هر شپږم کوچنی په بحراني سیمه کي لوئیږي

۱۴۰۱ آذر ۹, چهارشنبه

د کوچنیانو د حمایې سازمان، سیف د چلدرن په حواله په اوس وخت کي هر شپږم کوچنی په بحراني منطقه کي رالوئیږي.

Save the Children-Illustration |  Flüchtlinge-Kinder auf der Balkanroute
انځور: Zeljko Loncar/Save the Children

داسي چي په ۲۰۲۱ م کال کي تقریباً ۴۴۹ ميلیونه هلکان او نجوني په دغسو منطقو کي اوسیدله. لکه څنګه چي د دغه سازمان او د اوسلو د سولي د تحقیقاتي انستیتوت -PRIO په ګډ تحقیقاتي رپوټ کي راغلي، تر نیمايي ډیر، یعني ۲۳۰ ميلیونه یې په ډیرو خطرناکو ځایونو کي اوسیدله، په کومو کي چي سخت کشمکشونه روان وه او یا پکښي جنګونه وه. دا تر یوه کاله دمخه په نسبت نهه فیصده ډیر دي.

تر ټولو ډیر په منځني ختیځ کي کوچنیان د دغسي یوه حالت سره مخامخ دي. په دغه رپوټ کي لا د اوکراین د جنګ ارقام نه دي شامل. 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب