د هغو افراطيانو هر څلورم جهادي چې له آلمان څخه سوريې او عراق ته تللي ول اوس بيرته راگرځېدلي دي. د یوې څېړني له مخي د دغو کسانو هر څلورم یې اوس له امنیتي ادارو سره همکاري کوي.
اعلان
د «دي وليت» آلمانۍ ورځپاڼي د افراطي کېدو د طبقه بندۍ په اړه يوې څېړني په حواله، د جګړو له سیمو څخه د بیرته ستانه شويو کسانو هر څلورم یې د آلمان له امنیتي او اسختباراتي ادارو سره همکاريو ته خپل چمتوالی ښوولی دی.
د بیلګې په توګه دوی له امنیتي ادارو سره په سوريه یا آلمان کې د افراطي کړیو په هکله معلومات شریکوي.
په ۲۲سلنه مواردو کې مور او پلار له آلماني ادارو سره ګډ کار کوي. د وليت ورځپاڼي، دغه څیړنه د افراطیت پر ضد د آلمان د اساسي قانون د ساتني ادارې (BfV) او د آلمان د جنایې جرمونو دفتر(BKA) له خوا شوې ده.
د دغې څېړنې پر بنسټ په تیرو کلونو کې تر۸۵۰ ډیر افراطيان د عراق شمال او سوریې ته په جګړه کې د ګډون په موخه تللي دي. په دغه ۶۱ مخیزه څیړنه کې د ۷۸۴ دا ډول کسانو ژوند لیکونه (چې له ۱۳ څخه تر ۶۲ کلونو پورې عمرونه لري) څیړل شوي دي.
دغه کسان له «اسلامي دولت» (داعش)، النصره جبهې او جنود الشام له ډلو سره یوځای شوي ول. له دوی څخه ۲۷۴ تنه یې بیرته آلمان ته ستانه شوي دي.
د چارواکو په حواله یوازې ۸ سلنه د دوی د یوې تکتیکي انګیزې له امله بیرته آلمان ته ستانه شوي دي، څو پیسې ترلاسه کړي او یا ځان په وسلو سمبال کړي.
یوازي هر لسم تن بیرته نا امیده او یا هم پښیمانه را ستون شوی دی. بالاخره یوازې ۹ سلنه کسان د افراطیت یا سلفیت له چاپیریال څخه ځان بیرته باسي.
د دغي څېړني اصلي موضوع پر هغو پوښتني را څرخېده، چې ولی یو څوک دغي لاري ته مخه کوي؟ کوم فکتورونه د رادیکالیزم یا افراطي کیدو په برخه کې رول لري؟ د کوم سن خلک په ځانګړي توګه ډیر زیان ویني؟ او د دغو کسانو د پوهې کچه څومره ده؟
ټاکل شوی ده چې په زار بروکن ښار کې به د آلمان د ايالتونو د کورنیو چارو وزیرانو په غونډه کې، د دغه رپوټ د احتمالي عواقبو پرسر بحث وشي.
له آلمان څخه د وتونکو شمیر کم شوی
د دغې څیړنې په حواله له هرو درو کسانو څخه یو یې اوس هم د جګړې په سیمه کې پاته دی. د دغو کسانو يو پر ديمه بيرته آلمان ته ستانه شوي، چې دولس سلنه يې امنيتي ادارو نيولي دي.
د دغه رپوټ پر بنسټ پاته نور کسان تر آلمان دباندې دي او یا یې هم خپل هویت پټ کړی دی.
د رپوټ له مخې له ۲۰۱۵ څخه تر ۲۰۱۶ کاله پورې له آلمان څخه د سوریې او عراق جګړې ته یوازې د ۴۹ کسانو د ورتګ معلومات ثبت شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۱۴م کال په هره میاشت کې تر ۱۰۰کسانو زيات له آلمان څخه د جهاد په مخو وتل ثبت شوي دي.
نور مطالب:
په آلمان کي د افراطي مسلمانانو له خوا د «شریعت پولیسو» جوړول
په آلمان کې یو شمیر سلفي مسلمانانو داسي کمیسان اغوستي ول چې ورباندې د Sharia Police یا د شریعت پولیس عبارت لیکل شوی وو. هغوی د آلمان په اوپرتال ښار کې گرځیدل او په خپله خبره یې ځوانان اسلام ته دعوتول.
انځور: Shariah-Polizei-Germany/Facebook
یو شمیر افراطي سلفي مسلمانانو د آلمان په اوپرتال ښار کې د شپې له خوا تگ راتگ کاوه او په خپله خبره يې ځوانان اسلام ته رابلل. هغوی د نارنجي رنگ کمیسانو په اغوستلو سره ځان پولیسو ته ورته کاوه. دا کار د آلمان د پولیسو له پاره د منلو وړ نه وو.
انځور: Shariah-Polizei-Germany/Facebook
د هغوی پر کمیسانو باندي د Sharia Police عبارت لیکل شوی وو. هغوی د شپې له خوا ځوانان درول او د اسلام په اړه يې معلومات ورکول.
انځور: Shariah-Polizei-Germany/Facebook
د بېلگې په توگه دغه کسان د شپې له خوا ځوانان دروي او ورته دیسکو ته د نه تلو سپارښتنه کوي. پر دې سربیره دغه سلفیان پلورنځایونو ته ننوتلي ول او پیریدونکو ته یې په خپله خبره اسلامي قوانین تشریح کړي ول.
انځور: Shariah-Polizei-Germany/Facebook
دغو کسانو د خپلو فعالیتونو په اړه په انترنت کې یوه لنډه ویدیو خپره کړې ده. دغه افراطي وگړي د ۱۹ او ۳۳ کلونو تر منځ عمر لري.
انځور: Shariah-Polizei-Germany/Facebook
دغې ډلې د خپلو فعالیتونو انځورونه هم خپاره کړي دي.
انځور: picture-alliance/dpa/O. Berg
د آلمان د اوپرتال پولیسو د ښار په مرکز کې خپل حضور ډیر کړی دی او پر خلکو یې غږ کړی دی چې د شکمنو کسانو د لیدو په صورت کې پولیسو ته خبر ورکړي.
انځور: picture-alliance/dpa/ W.Steinberg
د اوپرتال د پولیسو مشر ویلي دي: «په آلمان کې واک یوازي د دولت په لاس کې دی. د خلکو ویرول او هڅول د تحمل وړ نه دي.»
انځور: picture-alliance/dpa/B.Roessler
د آلمان د کورنیو چارو وزیز توماس دمزیر، هم په دې اړه غبرگون ښوولی وو. هغه ویلي ول: «د آلمان په خاوره کې شریعت د منلو وړ نه دی. هیڅوک د دې حق نه لري چې د آلمان د پولیسو له نوم څخه ناوړه گټه پورته کړي.»
انځور: picture-alliance/dpa/B.Roessler
په عین حال کې آلماني سیاستوالو پر دې باندي ټینگار کړی دی چې د قانون پلي کول یوازي د حکومت په واک کې دي.
انځور: picture-alliance/dpa/B.Roessler
د اوپرتال ښار په آلمان کې د سلفیانو مرکز بلل کیږي. د آلمان په نورد راین ویستفالن ایالت کې د سلفیانو شمیر ۱۸۰۰ تنو ته رسیږي.
انځور: picture-alliance/dpa
سلفیانو هغه مهال اعلان کړی وو چې د اوپرتال په څیر عملیات به د آلمان په نورو ښارونو کې هم ترسره کړي.
انځور: picture-alliance/dpa
د آلمان د اساسي قانون د ملاتړ فدرالې ادارې مشر گئورگ ماسن، له بیلد ورځپاڼي سره په مرکه کې ویلي ول چې سلفیان له ځانه سره د داسي شعارونو د لېږدولو حق نه لري چې د نورو پر وړاندې نفرت خپور کړي.
انځور: picture-alliance/dpa
ویل کیږي چې آلماني پولیس له ډیري مودې راهیسې سلفیان تر نظر لاندي لري.
انځور: picture-alliance/dpa/ W.Steinberg
له بلي خوا یو شمیر افراطي آلماني مسلمانان لا وختي سوریې ته د تندلارو اسلامپالو ډلو تر څنگ د جگړې په موخه تللي دي.
انځور: dapd
په آلمان کې اوس د هغو کسانو د برخلیک په اړه خبري رواني دي چې د سوریې له جگړې څخه بیرته دې هیواد ته راستنیږي.