د روان کال له جنورۍ مياشتې څخه د مارچ مياشتې تر پايه پورې، د آلمان حکومت سياسي نمايندګيو په ټوليزه توګه د مهاجرو د کورنيو غړو د الحاق په برخه کې، ۲۷ زره او ۵۵۱ ويزې ويشلي دي. دا په داسې حال کې ده چې د تير کال په همدې موده کې د ویشل شويو ويزو شمير له ۳۲ زره څخه هم لوړ وو.
د آلمان د بهرنيو چارو وزارت له خوا په مختلفو هيوادونو کې د دغو ويزو د ويش ميزان په يو ډول کې نه دی.
د دغه وزارت د معلومات پر بنسټ، په ياده موده کې سوريايي مهاجرو ۶۷۸۳ ويزې په لاس راوړي دي چې تيرکال دغه ارقام ۱۴ زره او ۳۶۵ موردو ته رسيدلې وې.
په حاضر وخت کې يوازې هغه افراد کولی شي د خپلو کورنيو د غړو د الحاق له پاره وړانديز وکړي، چې په آلمان کې يې د پناه غوښتنې ته مثبت ځواب ورکړل شوی او د پناه غوښتونکي په توګه منل شوی وي.
د آلمان حکومت اوس مکلف دی د روان کال تر جولای مياشتې پورې، د هغو افرادو له پاره هم د حل یوه لاره پیدا کړي چې د (فرعي حفاظت) تر پوښښ لاندې يا په دغه هيواد کې ورته د اوسیدو يو کلنې اقامې ورکړل شوي دي.
د دغو ټولو سربيره، د آلمان مسيحي سوسيال او دموکرات مسيحي ګوندونو له سوسيال دموکراتانو سره چې د ائتلافي حکومت شريکان دي، هوکړې ته رسيدلي دي چې هره میاشت به د مهاجرو د الحاق پروګرام له لارې زر تنه مهاجرو ته آلمان ته داخلیدو اجازه ورکوي. خو لا هم په دې هکله ډير جزئيات نه دي وړاندې کړل شوي.
AJ/Rsh (DPA)
د مهاجرت پر موضوع د دویچه ويله له آرشيف څخه يو انځوريز البوم:
څلورو کالو کي ۲۳ زره مهاجر د اروپا پر لار مړه شوي دي
هر کال اروپا ته د رسيدو په موخه په زرونو انسانان پر لارو خپل ژوند له لاسه ورکوي. د مړو ارقام په ۲۰۱۶م کال کې تر ټولو لوړ يعنې له پنځو زرو هم واوښت. په دې انځوريز رپوټ کې د تيرو څلورو کلونو د هرې مياشتې ارقام ښودل شوي دي.
انځور: picture-alliance/dpa/Mohame Ben Khalifa
د جنورۍ مياشتې - ۱۳۷۳
د تيرو څلورو کلونو د هر کال په لمړيو مياشتو کې اروپا ته د مهاجرت پر وخت ټول ټال ۱۳۷۳ تنه مهاجر مړه يا لادرکه شوي دي. په دې ډله کې ۷۲ تنه يې د ۲۰۱۴ په جنورۍ، ۲۰۹ تنه د ۲۰۱۵ کال په جنورۍ، ۵۹۵ تنه د ۲۰۱۶ په جنورۍ او ۵۴۲ تنه د ۲۰۱۷ کال په جنورۍ مياشت کې مړه او لادرکه شوي دي. په دې ډله کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.