رپوټ: په آلمان کې د مهاجرینو پر کمپونو بریدونه لږ شوي
۱۳۹۶ اردیبهشت ۱۹, سهشنبه
په آلمان کې د مهاجرینو پر کمپونو باندې بریدونه تر ډیره کم شوي او اوس دغه بریدونه د مهاجرت تر کړکیچ مخکې وخت ته پر رسیدو دي. د آلمان کیڼ اړخه گوند بیا خبرداری ورکړی چې دغه شمیر لا لوړ دی.
انځور: picture-alliance/dpa/B. Schoelzchen
اعلان
په ۲۰۱۵م کال کې له سوریې، عراق او افغانستان څخه آلمان ته د زیات شمیر مهاجرینو په راتګ سره، د مهاجرینو پر ضد بریدونه هم په بې سارې توګه ډیر شول. که څه هم له هغې مودې راهیسې، دې هیواد ته د مهاجرینو د راتګ په شمیر کې د پام وړ کموالی راغلی خو بیا هم د دوی پر وړاندې د بریدونو کچه لوړه ده.
د آلمان د حکومت وروستي ارقام چې د سه شنبې په ورځ خپاره شوي دي ښيي چې په دې هیواد کې د مهاجرینو پر ضد بریدونه مخ پر کمیدو دي.
د سه شنبې په ورځ د «نویه اوسنابروکر څایتونګ» په نامه آلمانۍ ورځپاڼې د کورنیو چارو وزارت هغه رپوټ ته اشاره کړې ده چې د کیڼ اړخي گوند د یوې غوښتنې په ځواب کې یې ورکړی دی. په دغه ځواب کې ویل شوي دي چې د روان میلادي کال په لومړیو دریو میاشتو کې د آلمان پولیسو ۹۳ داسې پیښې ثبت کړي چې پکې پر مهاجرینو بریدونه شوي.
د مهاجرینو پر ضد د بریدونو دغه شمیر د ۲۰۱۵م کال د بریدونو د شمیر سره برابر دی، کوم مهال چې آلمان ته ګڼ شمیر مهاجر راغلي وو. په ۲۰۱۵م کال د جنوري نه تر مارچ میاشتې پورې ۱۰۶ ورته پیښې ثبت شوې وې.
ورځپاڼه په خپله مقاله کې همدا راز وايي چې یوازې په ۲۰۱۵م کال کې د مهاجرینو پر ضد ۱۰۰۰ بریدونه شوي او دغه شمیر بیا په ۲۰۱۶م کال کې له ۱۰۰۰ څخه ټیټ وو.