رپوټ: په نړۍ کي د ترافيکي پيښو قربانيان نور هم ډير شوي
۱۳۹۷ آذر ۱۶, جمعهد روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د رپوټ له مخې په ۲۰۱۶م کال کې د ترافيکي پيښو د قربانیانو څلورمه برخه پلي تلونکي کسان یا بایسکل چلونکي ول. زیاته شوې ده چې له پنځه کلنو څخه تر ۲۹ کلنو پوري کسانو د مرګ سبب زیاتره مهال ترافیکي پیښي ګرځي.
د روغتیا نړیوال سازمان مشر تیدروس ادانون ګیبریسوس، په ژنیو کې ویلي دي: «دا د نه منلو وړ بیه ده، چې موږ یي د ترانسپورټ په برخه کي ورکوو.» د هغه په خبره په دې برخه کې د سستۍ له پاره له هیڅ عذز نه شته او دا داسې یوه ستونزه ده چې په اثبات رسېدلي حل لارې لري.
د روغتیا نړیوال سازمان مشر ویلي دي چې په ټوله کې د مړینو پيښي زياتي شوي دي. د هغه په خبره، خو که چیري په نړۍ کې د نفوس زیاتوالی او له موټرو څخه استفاده په پام کې ونیول شي نو دغه اندازه باثباته پاته ده.
د روغتیا نړیوال سازمان: حکومتونه باید لا ډیر کار وکړي
دا چې څرنګه د ترافیکي پيښو مخه نیول کیدای شوه، معلومه ده. د روغتیا د نړیوال سازمان مشر ویلي دي چې د اوس په پرتله باید ډیر حکومتونه تدابیر عملي کړي. د روغتیا نړیوال سازمان بیلا بیلې ستراتیژۍ په ګوته کړي، څو ترافیکي ډاډمنتیا ښه کړی شي. په دې کې د الکولو تر اغیز لاندې د زیات سرعت او موټر چلوونکو پر وړاندې سخت قوانین او همداشان د موټر چلولو پر وخت کمربند او د موټر سایکل چلولو پر مهال د هیلمت یا خولۍ په سرولو له پاره سخت مقررات په پام کې ونیول شي. همداشان د خوندي پیاده رو او په ښه ډول د خطرونو د واضحه کولو له پاره د معلوماتو د وړاندې کولو سپارښتنه شوې ده.
په رپوټ کې راغلي دي چې په بې وزله هیوادونو کې وضعیت دراماتیک دی. د دغه رپوټ له مخې په بې وزله هیوادونو کې په ترافیکي پيښه کې د مړینې خطر د بډای هیوادونو په پرتله درې واري لوړ دی. که چیرې د احصایې له مخې وکتل شي په یوه کال کې په اروپا کې د ۱۰۰ زره اوسیدونکو په منځ کې ۹،۳ کسان په ترافیکي پيښو کې مړه شوي دي، خو په افریقا کې بیا دغه شمیر ۲۶،۶ دی.
کمزوري قوانین
د روغتیا نړیوال سازمان انتقاد کړی دی چې ډیر هیوادونه د سړکونو د ډاډمنتیا په هکله د تسلۍ وړ قوانین نه لري. زیاته شوې ده چې تر سلو زیات هیوادونو کې چې ګډ نفوس یي ۵،۳ میلیاردو ته رسیږي د موټر چلولو پر مهال د کمربند تړلو مکلفیت شته، خو ۴۴ هیوادونه چې نفوس یې ۲،۳ میلیارده کسانو ته رسیږي د موټر چلولو پر مهال د الکولو د څښلو پر وړاندې قوانین لري. پر دې سربیره یوازې ۴۶ هیوادونه د ټاکلي سرعت په هکله قوانین لري.
د روغتیا نړیوال سازمان په انتقادي ډول وایي چې یوازې په ۳۳ هیوادونو کې د ماشومانو له پاره په موټر کې د ځانګړې چوکۍ مکلفیت شته. (په موټر کې د سفر پر مهال باید ماشوم د امنیتي تدابیرو له مخې په ځانګړو چوکیو کې کښینول شي.) په رپوټ کې راغلي دي چې په ترافیکي پيښو کې د مړو شوو تر نیمایي زیات کسان یا پلي روان وو او یا هم پر بایسکل او موټر سایکل سپاره وو.