پاکستان کې احتجاجونه: ۱۹ افغانان هم نيول شوي دي
۱۴۰۳ آذر ۷, چهارشنبهد پاکستان پولیسو د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې شاوخوا زر تنه احتجاج کونکي چې د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان د خلاصون لپاره یې د پاکستان په پلازمینه اسلام آباد کې احتجاجونه کول او له پوليسو سره په اخ و ډب کې ښکيل شوي، نیول شوي دي.
د اسلام آباد د پوليسو يوه لوړ پوړي چارواکي نصیر علي رضوي، د پاکستان جیو نیوز شبکې ته ویلې چې د نیول شویو لاریون کونکو په مینځ کې ۱۹ کسان افغانان دي. دې پاکستاني چارواکي په اعتراضونو کې د بهرنیانو د شتون په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده.
یاد چارواکي دا هم په ډاګه کړې چې، « ثبتي انځورونه ښیې چې یاد احتجاج کوونکي له موټرو څخه د کښته کیدلو پر مهال مسلح ول.» هغه ټینګار وکړ چې د لاریونونو په پلمه «ترهګري» د منلو وړ نه ده.
د عمران خان د پلویانو د لاریونونو په پایله کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي خبرداری ورکړی، هغه افغانان چې (NOC) يا د «نه اعتراض تصديق« نلري، د روان کال د ډسمبر تر پایه دي له اسلام اباده ووځي.»
دغه پاکستاني چارواکي په اسلام اباد کې خبریالانو ته د اعتراضونو پر مهال د افغان اتباعو د توقیف په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «د دسمبر میاشتې تر پای وروسته افغانان نه شي کولی چې له اجازې لرلو پرته په اسلام آباد کې پاته شي.»
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ټینګار کړی چې هر هغه افغان چې د دسمبر له میاشتې وروسته د پاکستان په پلازمینه کې د پاتې کیدو اراده لري باید د سیمه ایز عالي کمیشنر دفتر څخه د نه اعتراض سند (NOC) ترلاسه کړي.