1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رپوټ: کرونا د مهاجرو د راتګ مخه نیولې ده

۱۳۹۹ مهر ۲۹, سه‌شنبه

د صنعتي هیوادونو د داقتصادي همکاریو سازمان وايي چي مهاجر د کرونا بحران څخه تر ټولو ډیرمتأثره دي. دوی ويلي دي چي صنعتي هیوادونو ته د مهاجرو راتګ هم په ښکاره ډول سره راکم سوی دی چي دا د دواړو خواوو په تاوان ده.

Griechenland Ausbruch des Covid-19 Virus bei Flüchtlingen in Griechenland
انځور: picture-alliance/AP Photo/P. Giannakouris

د کرونا پانډمي او د هغه عواقب په ټوله دنیا کي د انسانانو ژوند ته تغیر ورکړ. خو تر نورو خلګو بیا مهاجر ډیر ترې اغېزمن سوي دي. دا خبره د صنعتي هیوادونو د داقتصادي همکاریو او پراختیا سازمان (OECD) کوي، په کوم سازمان کي چي صنعتي هیوادونه سره یوځای سوي دي.

مهاجرینو ددې غم خوړلی دی چي د کرونا د قیوداتو پرمهال هم د صنعتي هیوادونو مهمي څانګي په اصطلاح ژوندۍ وساتي، لکه صحي خدمات، دوکانداري، تجارتي او ترانسپورټي خدمات او نور. د کرونا د قیوداتو پرمهال د سرحدونو پر تړل کیدو سربیره حکومتونه مجبوره سول چي استثناوي قایلي سي او مثلأ د زراعتي محصولاتو کارګرانو ته د دخول اجازه ورکړي. جرمني هم دا کار وکړ.

 

د OECD په حواله مهاجرین د صنعتي هیوادونو ۲۴ فیصده ډاکټران او ۱۶ فیصده نرسان او روغتیاپالان تشکیلوي چي په دې ډول سره له کرونا سره د مبارزې په اول خط کي دي. د همدغو وظایفو په دلیل، کوم چي له مراجعینو سره په مستقیم تماس کي دي او هم کوچنیو کورونو په سبب مهاجرین په متوسط ډول سره تر نورو کسانو ډیر په کرونا اخته سوي دي.

د OECD یوه څیړنه په ځينو هيوادونو کي ښيي چي د مهاجرو په منځ کي د عین سن نورو خلګو په مقایسه په کرونا د اخته کیدو خطر دوه چنده لوړ دی.

مهاجرین لومړني کسان دي، چي بې کاره کیږي

په عین حال کي بیا مهاجرین تر نورو کسانو د کرونا بحران د اقتصادي عواقبو سره مخامخ دي. ډیری یې په هوټل دارۍ او سیاحتي څانګو کي کارونه کوي، چي دقیقآ بیا همدا اوس تر ټولو ډیر د ډیوالي کیدو او ماتیدو له خطر سره مخامخ دي.

د اروپايي ټولني د هوټل دارۍ په څانګه کي یو پر دریمه برخه مصروف کسان له دریمو هیوادونو څخه دي چي د دغو هیوادونو د ولسي اقتصاد په تناسب دوه چنده دي.

په دغو څانګو کي بیا له بله اړخه د کار قراردادونه هم د ډیر لنډ وخت له پاره دي. ځکه نو مهاجرین لومړي کسان دي چي تر ټولو دمخه بې کاره کیږي. که څه هم تر اوسه دقیق ارقام او اعداد موجود نه دي، خو دا لا اوس واضح ده چي مهاجرین په صنعتي هیوادونو لکه امریکا، سویډن، ناروې، ایرلنډ او نورو کي د بې کاره کیدو له سختي څپې سره مخامخ دي.

Christoph Hasselbach/ق.ن/ن.ز

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب