1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بینېټ: د بشري حقونو د سرغړونو مستند کولو ته دوام ورکوم

۱۴۰۳ شهریور ۱, پنجشنبه

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ ویلي دي چې د طالبانو له لوري افغانستان ته د ده پر سفر بندیز له ټولې نړۍ سره د دوی د ښکېلتیا په اړه د اندېښنې یو زیګنال دی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی د يوه خبري کنفرانس پر مهال
ريچارد بينيت، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکیانځور: Ebrahim Noroozi/AP Photo/picture alliance

د طالبانو ادارې ویاند ذبیح الله مجاهد له دویچه ویله سره د یوې مرکې پر مهال وویل چې افغانستان ته یې د ریچارد بینېټ پر ورتګ بندیر لګولی دی.

د نوموړي په خبره چې ریچارد بینېټ په دوام داره توګه د افغانستان پر ضد تبلیغات کول.

مجاهد وایي: «د بینېټ پر راتګ بندیز لګېدلی دی، ځکه نوموړی د افغانستان پر ضد تبلیغاتو یا پروپاګند ته ګومارل شوی و او هغه کس نه ‌دی چې موږ باور پرې وکړو، یوه کوچنۍ موضوع به یې ستره ښودله او له هغه به یې پروپاګند جوړولو چې پر اساس یې نورو سازمانونو ته هم ناسم معلومات ورکول.»

خو بینېټ بیا تیره ورځ چهارشنبه په یوه خپاره شوي پیغام کې ویلي دي چې له بندیز سره سره په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو مستند کولو ته دوام ورکوم.

نوموړی وایي: «د طالبانو دا اعلان او بندیز چې نور ماته افغانستان ته د سفر اجازه نه راکوي، د شاتګ یو ګام دی او زه له طالبانو غواړم چې دا بندیز پای ته ورسوي. دا بندیز له ملګرو ملتونو او نړۍ سره د طالبانو د ښکېلتیا په اړه د اندېښنې یو زیګنال دی.»

طالبانو واک ته له رسیدلو وروسته پر ښځو او نجونو سخت بندیزونه ولګول او دغه ډله د بشري حقونو پر نقض هم تورنه ده.

خو د ملګرو ملتونو دغه ځانګړي راپور ورکوونکي افغانستان ته د ټولو سفرونو پر مهال د ښځو او بشري حقونو په اړه پر طالبانو سختې نیوکې کړي دي.

طالبانو که څه هم له دې وړاندې د ریچارد بینېټ ټول رپوټونه او نیوکې رد کړې وې، خو تازه یې دغه هېواد ته د دغه ځانګړي راپور ورکوونکي پر ورتګ بندیز هم لګولی دی.

خو ریچارډ بینېټ وایي: «ما په دوامداره توګه د افغانستان له واکمنانو سره د یوې شفافې ښکېلتیا هڅه کړې او د خپل مسئولیت له مخې مې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه مهمه ارزونه وړاندې کړې ده.»

بینېټ وایي، که څه هم له یوه کال څخه زیاته موده کېږي چې افغانستان ته نه‌ دی تللی، خو له طالبانو غواړي چې خپله پرېکړه بېرته واخلي.

نوموړي افغانستان ته د سفر کولو لیوالتیا څرګنده کړې ده او په خبره یې چې غواړي دغه هېواد ته پراخ لاسرسی ولري.

د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي خپلواک کارپوهان دي چې په جینوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا لخوا ټاکل شوي. له همدې امله دوی د ملګرو ملتونو لپاره خبرې نه کوي.

تیره اونۍ چې پر افغانستان د طالبانو د واک درې کاله پوره شول، ریچارد بینېټ د ملګرو ملتونو د ۲۹ نورو کارپوهانو سره یو ځای په یوه بیان کې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د طالبانو ځینې چارواکي او د بشري حقونو څخه د دوی سرغړونې دي عادي نه نیسي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب