1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

د کریميا پر پله تر چاودنې وروسته د مسکو فوري اقدامات

۱۴۰۱ مهر ۱۷, یکشنبه

اوکرايني چارواکو د يکشنبې په ورځ (د اکتوبر ۹مه) وويل چې په زاپوريژیا ښار کې د روسي ځواکونو په حمله کې ۱۷ کسان وژل شوي دي. پوتين د کريميا پله تر چاودنې څو ساعته وروسته په اوکراین کې د روسېې د جګړې مشري بدله کړه.

د اکتوبر ۹مه د زاپروږيا پر ښار د روسي په یوه توغندویزه حمله کې د هستوګنې يوه سيمه چې په شدیده توګه تخریب شوې ده
د اکتوبر ۹مه د زاپروږيا پر ښار د روسي په یوه توغندویزه حمله کې د هستوګنې يوه سيمه چې په شدیده توګه تخریب شوې ده انځور: STR/REUTERS

اوکرایني چارواکي وايي چې د روسيې د تېرې شپې په حملو کې په زاپوريژيا ښار کې یو اپارتمان او یو شمیر نور ځایونه په نښه شوي چې لږ تر لږه ۱۷ کسان پکې وژل شوي او په لسونو نور ټپیان دي.

زاپوريژيا په هغه سیمه کې پروت ښار دی چې روسيې يې د خپلې سيمې په توګه ادعا کوي. زیاته شوې چې دغو چاودنو سره د شاوخوا ساختمانونو کړکۍ او دروازې الوځول شوي او لږ تر لږه یو لوړ ساختمان په قسمي توګه نړېدلی دی.

روسیه: د کریميا پله په چاودنه کې درې کسان وژل شوي

دغه حملې د کريمیا مهم پله په سر تر يوې سترې چاودنې یوه ورځ وروسته کیږي. د شنبې ورځې په دغه چاودنه کې د یاد پله چې د کریميا ټاپو د روسيې له خاورې سره نښلوي، يوه برخه تخريب شوې ده. دغه پل د روسيې له پاره د اوکراین په جنوب کې د جګړې د اکمالاتي شريان حیثیت لري او نسبي تخریب يې په سیمه کې د روسيې پر ستر قدرت يوه ضربه ده.

د جګړې د تشدید ويره 

د دغې چاودنې مسئولیت تر اوسه هيڅ چا یا هيڅ لور په غاړه نه دی اخیستی. اما له هغه ځايه چې دا به د مسکو له پاره يوه لویه ضربه وي، کېدای ش په اوکراین کې د روسېې د جګړې د تشدید سبب واقع شي.

د روسیې پارلمان د اوکراين د څلورو سيمو الحاق تصويب کړ

د ښاري شورا مشر، اناتولي کورتیف وويل چې توغندي نيمه شپه پر زاپوريژيا ښار ولګيدل چې لږ تر لږه پنځه شخصي کورونه ېې له منځه وړي او شاوخوا ۴۰ نور ېې زیانمن کړي دي.

پوتین د شنبې په ورځ د کریميا پله د لا کلک امنيت له پاره يو فرمان لاسلیک کړ او امنیتي چارو مسئولیت ېې د روسېې د امنیتي خدماتو فدرالي ادارې ته وسپارهانځور: Russian Investigative Committee/AP/dpa/picture alliance

د اوکراین پوځ هم دغه بریدونه تائيد کړي او وايي چې پکې په لسونو کسان تلف شوي دي. روسېې د وروستيو اوونيو په جریان کې د اوکراین دغه جنوبي ښار چې د اوکراينيانو تر کنټرول لاندې سيمه کې واقع دی، په پر له پسې توګه ويشتلی دی. دا د اوکراین د هغو سیمو څخه ده چې د روسيې ولسمشر، ولادیمیر پوتین، ېې تېره اوونۍ د نړیوالو قوانیونو خلاف د الحاق اعلان وکړ.

د زاپوريژیا اتومي بټۍ

له زاپوريژیا څخه د اسوشتید پریس د رپوټ په حواله، پر دغه ښار د روسي ځواکونو د پنجشنبې ورځې توغندويزه حمله کې لږ تر لږه ۱۴ کسان ووژل شول.

د روسیې د وروستي اقدام په اړه د ملګرو ملتونو خبرداری

د سيمې هغه برخه چې د زاپوريژيا اتومي بټۍ په کې ده بیا د روسي ځواکونو په کنټرول کې ده. دا د اروپا په سطحه د اټومي انرژۍ تر ټولو ستره بټۍ ده او د اوکراين په روانه جګړه کې په کراتو د جګړې له خطر سره مخ شوې ده.

اوکرایني چارواکو تېره میاشت د دغې بټۍ وروستی فعال رياکټور هم بند کړ تر څو ېې د ناوړه وړانګو د خپرېدو مخنيوی کړی وی.

پوتين ته د جګړې د نوي نوم وړاندیز

د روسېې یو شمیر قانون جوړونکو پوتين ته وړاندیز کړی چې د اوکراین جګړه چې مسکو ورته د «ځانګړي پوځي عملیات» نوم ورکوي، د «تروریزم ضد عملیات» په نوم اعلان کړي. پوتین د شنبې په ورځ د کریميا پله او د کريمیا او روسېې تر منځ د انرژۍ د زيربناو د لا کلک امنيت له پاره يو فرمان لاسلیک کړ او د دغه امنيتي کار مسئولیت ېې د روسېې د امنیتي خدماتو فدرالي ادارې ته وسپاره.

د اوکراين ځواکونو په جنوب کې ښايي ډېر پرمختګ کړی وي

په پله کې تر چاودنې څو ساعته وروسته، د روسېې دفاع وزارت اعلان وکړ چې د هوايي قواوو قوماندان، جنرال سيرګي سوروویکین به وروسته له دې په اوکراین کې د ټولو روسي قواوو قوماندان وي.

په زاپروږيا ښار کې د اکتوبر ۹مه د روسېې په توغندویزه حمله کې یو لګيدلی رهایشي اپارتمانانځور: Metin Aktas/AA/picture alliance

د روسي ځواکونو نوی قوماندان

دغه روسی جنرال چې روان دوبی د اوکراین په جنوب کې د روسي ځواکونو قوماندان وټاکل شو، په سوريه کې د روسي قواوو مشر پاتې شوی او ورباندې تور دی چې د هغو بمباريو نظاره ګر وو چې د حلب ښار ېې تر ډيره ویجاړ کړ.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي په یوه ويډیو کې په غیرمستقیمه توګه د کريميا پر پله حمله تائيد کړه خو د علت په اړه ېې څه ونه ويل. زيلنسکي په خپلو خبرو کې وويل: «نن يوه بده ورځ نه وه او هوا زموږ د هیواد په قلمرونو کې لمریزه وه، خو له بده مرغه په کریما کې وريځ وه خو بیا هم توده وه.»

اوکرایني ځواکونو نور هم پرمختګ کړی دی

د جګړې په لومړيو کرښو کې سختې جګړې

زيلنسکي زياته کړه چې اوکراین «له اشغالګرو پرته» یوه راتلونکې غواړي. هغه وويل موږ دغه څه «په خپلو ټولو قلمرونو، په ځانګړې توګه په کریميا» کې غواړو. د اوکراین ولسمشر دغه راز په ختيځ او سویل کې د جګړو په لومړيو کرښو کې د خپلو ځواکونو د پرمختګونو یادونه وکړه خو دا ېې هم ومنله چې په بخموت ښار کې جګړه «ډیره ډيره سخته او مبارزه نهایت سخته ده.» بخموت ښار په ختيځه سیمه دونيڅک کې واقع دی چې روسي ځواکونو پکې د تازه لاسته راوړنو ادعاوې کړې دي. 

د ویلو ده چې د کریميا نيمه ټاپو د روسېې د سمندري ځواکونو کور او تر څنګ د سیلانیانو له پاره یو له مهمو او محبوبو مقصد ځایونو څخه دی. د روسېې د توریزم ادارې ويلي دي چې د شنبې په ورځ هم په کریميا کې کابو ۵۰ زره سيلانیان ول.

آ/م.ک.ص./م.ن.ص.

پر ورته موضوع زموږ له آرشیف څخه یو انځوريز البوم:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل