زرداري: د افراطينو په وړاندي به سر ټيټ نه کړو
۱۳۸۸ فروردین ۱۸, سهشنبهد امریکا متحده ایالاتو د جمهور رییس بارک اوباما د افغانستان او پاکستان په وړاندي د نوي ستراتيژۍ له اعلان څخه وروسته د امريکا دوه لوړ پوړي چارواکي له پرون ورځي را په دې خوا اسلام آباد کي دي.
ریچارد هولبروک چي د افغانستان او پاکستان له پاره د اوباما ځانګړی استازی دی او د ټولو ځواکونو له پاره لوی درستيز پوځي سمندري جنرال مایک مولن پر نورو لوړ پوړو پاکستاني چارواکوسربیره د دغه هیواد له جمهور رييس آصف علي زرداري سره هم وکتل.
د پاکستان د جمهوري رياست په يوې خبر پاڼه کي راغلي دي چي زرداري د غو دواړو ته وويل چي اوس پاکستان د خپلي بقا له پاره د تروريزم پرضد مبارزه کوي. له ځينو زور پالونکو سره د پاکستان د ديالوګ سره سره چي په لويديځ کي يې شخړه ايز غبرګون را وپاراوه د خبرپاڼي د رپوت له مخه، زرداري ويلي دي چي حکومت به د افراطينو په وړاندي سر ټيټ نه کړي.
د دوشنبې په ورځ د پاکستان لومړي وزير يوسف رضا ګيلاني په يو ويناکي چي د ملي امنيت له لوړ پوړو چارواکو څخه وروسته يې ورکړه وويل،«يوه پراخه او هراړخيزه پاليسي به د تروريزم او افراطينو د له منيځه وړلو له پاره تر لاس لاندي ونيوله شي.»
څارونکي وايي چي پاکستان په ليوالتيا سره د هغو5,7 مليارډو ډالرو مرستي ته سترګي په لاره دي چي واشنګټن د5 کلونو په موده کي پاکستان ته ژمنه کړې ده.
اوباما د فرانسې په شتراسبورګ کي د ناټو د 60 کاليزي په مناسبت د سر مشریزي په پای کي په يو مطبوعاتي کنفرانس کي خبريالانو ته وويل:
« موږ به د خپلوسختو بودجوي ستونزو سره سره، يوه اندازه نوري پيسې برابري کړو تر څو د پاکستان سره مرسته وکړو، په دې شرط چي دغه هيواد له ترورريزم سره په مقابله کي مشخص نتايج تر لاسه کړي.
د اوباما ځانګړي استازي هولبروک له پاکستاني مشرانو سره تر ليدني کتني وروسته وويل د پاکستان - افغانسان د ګډي پولي په اږدوکي د القاعدې او زور پالونکو طالبانو پر ضد جګړه کي دواړه هیوادونه موازي ګتي لري.
د پاکستان د بهرنيو چارو د وزير شامحمود قريشي سره په ګډ مطبوعاتي کنفرانس کي هولبروک وويل:«متحده ايالات او پاکستان دواړه يوګډ ستراتيژيکي ګواښ، ګډ دښمن او دګدو ننګونو سره مخامخ دی.»
قريشي خبريالانو ته وويل:« د دواړو هيوادونو ګټي سره ګډي شوي دي، خو د تروريزم پر ضد جګړه کي د باور خلا موجوده ده. له دې خبري څخه د قريشي مقصد د هغو بې پيلوټه الوتکو توغنديي بریدونو ته اشاره وه چي د پاکستان په دننه کي د مشکوکو اورپکو او زروپالونکو پر پناه ځايونو باندي سرته رسول کيږي،دغه ډول بريدونو د واشنګټن او اسلام آباد په وړاندي د پاکستان د خلکو دښمني راپارولې ده.
قريشي يادونه وکړه:« موږ يوازي هغه وخت سم کار کولای شوو چي يو بل ته درناوی او پر يو بل باندي باور ولرو. بله لاره نه شته، بل څه کار نه کوي.»
د هولبروک او جنرال مايک مولن سفر پاکستان ته په داسي وخت کي پيل شوی چي د نيویارک ټايمز ورځپاڼي رپوټ ورکړ ی چي متحده ايالات تصميم لري تر څو له افغانستان سره د ګډي پولي په اوږدو کي پر قبايلي سيمو باندي د بې پيلوټه الوتکو بريدونه تندکړي او ښايي هم د هغو لمن د پاکستان دنني ته پراخه شي.
ورځپاڼي ليکلي چي پوځي چارواکو وړانديز کړی تر څو د پاکستان د جنوب لويديځي صوبې، بلوچستان کي د دغو بريدونو لمن پراخه شي، مګر داچي پاکستان د افغانستان خواته د ياغيانود تيريدو مخه ونيسي. پاکستان د دا ډول حملو سره چي د تيرکال د اګست د مياشتي څخه را په دې خوا پيل شوي دي، سخت مخالفت کوي. بې پيلوټه الوتکو تر اوسه پوري څه ناڅه 37 حملو سره 360 تنه وژلي دي.
AFP/DPA/AP / عبدالباري حکيم
کتونکی. زيارمل