1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د افغان کارکونکو د پناه غوښتنې بهير دې اسانه شي»

۱۳۹۷ دی ۲, یکشنبه

د آلمان د «زرغون ګوند» سياستوالو د دغه هيواد له حکومته غوښتي چې د هغو افغانانو د پناه غوښتنې بهير دې اسانه کړي، چې آلماني ځواکونو سره يې کار کړی دی. آلمان سږکال (۲۰۱۸) خپل هيڅ افغان کارکونکی نه دی منلی.

Letzte deutsche Soldaten aus Kundus abgezogen
انځور: picture-alliance/dpa/Bundeswehr//PAO RC N

د آلمان د زرغون ګوند غړو لويسته امتسبرګ، اميد نوري پور او اګنيشکا بروګر د آلمان د دفاع، کورنيو او بهرنيو چارو وزارتونو ته يو ليک استولی او په هغه کې يې د افغانستان په شمال مزارشريف ښار کې د هغو افغانانو د پناه غوښتنې په اړه د بيا کتنې غوښتنه کړې چې آلماني ځواکونو سره يې کار او له څه مودې راهيسې يې په پرله پسې توګه د آلماني ځواکونو اډې مخ ته  اعتراضونه کړي.

د زرغون ګوند سياستوالو په دغه ليک کې ليکلي دي: « د افرادو د انفرادي دوسيو د غيرشفافو څيړنو پر ځای، بايد سهولتونه په ډليزه توګه [د افغان همکارانو له پاره] رامنځ ته شي.»

دغو سياستوالو ويلي دي چې آلمان د امنيتي خطرونو له امله تر اوسه په افغانستان کې خپلو ۷۴۰ تنو کارکونکو ته د حفاظت حق صادر کړی دی. خو په حاضر وخت کې دغه بهير د تعليق په حالت کې راوستل شوی دی.

په ۲۰۱۷م کال کې يوازې ۴ تنه افغانانو، د حفاظت حق تر لاسه کړی وو، په داسې حال کې چې سږکال هيڅ څوک له دغه ډول حفاظت څخه نه دی برخمن شوی.

په دې لړ کې د پناه غوښتنې ۸۰ دوسيې رد شوي هم دي. بله ستونزه چې دغه کسان ورسره مخ دي، هغه په پاکستان او هند کې د آلمان له سفارتونو څخه د ويزو غوښتنه ده.

د زرغون ګوند سياستوالو دغو درو وزارتونو ته ليکلي دي: «موږ په بشپړه توګه په دې باور يو چې آلمان د دغو افرادو د کار ورکونکي په توګه، د هغوی د کار پر وړاندې ځانګړی مکلفيت لري.» همدا ډول د دغه ليک په دوام کې ويل شوي: «په ځانګړې توګه هغه وخت چې دغه کسان او کورنۍ يې د خپل کار په دليل د [آلمانانو] د سيميزو همکارانو په توګه، له خطر سره مخ وي.»

په مقابل کې د آلمان حکومتي چارواکو ويلي دي چې د خپلو سيميزو همکارانو دوسيې يې په انفرادي توګه تر څيړنو لاندې نيولي او دوی داسې قوي شواهد چې دغه افراد دې د طالبانو له ګواښ سره مخ وي، په لاس نه دي راوړي.

د آلمان خبري آژانس / ع. ح/ م. ک. ص

د مهاجرت پر موضوع له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب