1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترکیه کې موجود سوریایي مهاجر د اروپا تلو ته تیاری نیسي

۱۴۰۱ شهریور ۲۰, یکشنبه

د یوه تازه رپوټ پر بنسټ په ترکیه کې موجود په زرګونو سوریایي مهاجر اروپايي اتحادیي ته د داخلیدلو له پاره تیاری نیسي.

Türkei Flüchtlinge vor der Grenze zu Griechenland
انځور: Imago Images/Depo Photos/E. Corut

د یوه آنلاین ګروپ نامعلومو چلوونکو دغو کسانو ته لارښوونه کړې ده چې خپل اړین وسایل دې له ځان سره واخلي او دا ډله به د یوه کاروان په شکل کې وي.

کوم انلاین ګروپ چې دغه پروژه وړاندیز کړې ده په هغې کې نږدې ۷۰ زره کسان شامل دي. مخکې تر دې د ترکیې حکومت د سلګونو زره سوریایي مهاجرو بیرته خپل هیواد ته د ستنولو اعلان کړی و.

په ۲۰۲۰ م کال کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اروپا پر لور د مهاجرو د لیږلو ګواښ کړی و، چې تر هغې وروسته په زرګونو پناه غوښتونکي د ترکیې او یونان پولې ته نږدې راټول شوي دي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب