1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سوداگريآسیا

زعفران یا سره طلا؛ د افغان میرمنو له عایده ډک کاروبار

۱۴۰۰ آبان ۹, یکشنبه

د افغانستان په لویدیځ کې پروت ولایت د هرات په دښتو کې بې وزلي او فقر حاکم دی. خو د زعفران د کښت له کبله د ښځو یوه ډله د خپل ځان او کورنۍ له پاره عاید په لاس راوړي.

Afghanistan Herat - Safran Farm
انځور: DW/S. Tanha

کال په کال د مني په موسم کې د افغانستان په لویدیځ کې پرته دښته ارغواني رنګ خپلوي. د هرات ښار ته څیرمه پرتې د پشتون زرغون ولسوالۍ پر ځمکه د زعفران با ارزښته کوچني ګلان راټوکیږي. بي بي ګل له نورو درو ښځو سره له خپل کلي ګبیغان څخه وړاندې پټو کې کار کوي. هغوی د زعفرانو ګلان راشکوي، او بیا وروسته له هر ګل څخه د زعفران درې تاره بیلوي چې بیا په یوه مخصوس داش کې تر وچیدو وروسته وزن کیږي او بیا د ښيښې په ګلاسونو کې اچول کیږي.

د بي بي ګل میړه معراج الدین شهابي له ډیرو کلونو راهیسې له هغې بې وزلۍ سره مبارزه کوي چې د وچکالۍ له کبله په دغه دښته کې حاکمه ده. دلته خلک له کلونو راهیسې کافي اورښتونو ته په تمه دي. هغه کچالو او پیاز کري. په هغه کلونو کې چې ښه حاصلات وشي د میاشتې ۳۰۰۰ افغانۍ ترلاسه کوي، او په خراب وضعیت کې بیا ۲۰۰۰ افغانۍ، چې د وریجو د یوې ۲۵ کیلويي بوجۍ څخه کمه بیه ده.

د بې بي ګل د شپږ کسیزې کورنۍ وضعیت وروسته له هغې بدلون وموند کله چې دوه کاله دمخه د ښځو له یوې اتحادیې سره یو ځای شوه، داسې یوه اتحادیه چې زعفران کري، چمتو کوي او بازار ته یې عرضه کوي.

يو افغان کروندګر د زعفرانو په کرکیله کې د کار پر وختانځور: DW/S. Tanha

د بي بي ګل ترڅنګ ۲۵ کلنه شرمیندونکي ازیتا، هم کار کوي چې مخ یې خپله ځواني له لاسه ورکړې ده. د هغه میړه هم د شا او خوا ۳،۶ میلیونه افغانانو په څیر په نشو روږدی دی. له هغې راهیسې چې ازیتا د ښځو له دغې ټولنې سره یو ځای شوې ده، کولی شي چې خوراکي توکي او کالي راونیسي او خپله لور ښوونځي ته واستولی شي. تر هر څه زیات اوس یې میړه درناوی کوي.

د زعفرانو د دغه اتحادیې نوښت له لوږې سره د مبارزې آلماني بنسټ کړی. د هغوی ځایي پارتنر یا کاري شریک د افغانستان له پاره د بیا رغاونې او زراعت د پراختیا موسسه ده چې په هرات کې دفتر لري.

نظیر غفوري، چې د دغې موسسې مشر دی په اصل کې ویترنر یا د څارویو ډاکټر دی. خو هغه له ډیرو کلونو راهیسې په دغه هیواد کې د ښځو د حقوقو او غښتلي کیدو له پاره مبارزه کوي. هغه ډیر نوښتونه پر لار اچولي، څو ښځو ته یو څه توانمندي او نسبي آزادۍ ممکنې شي. د لوږې سره د مبارزې آلماني شرکت سره همکاري د زعفرانو د کښت د طرحې د رامنځ ته کیدو سبب شوه.

د زعفرانو خوندور چای - هراتانځور: DW/S. Tanha

په اصل کې په دغه پروژه کې تر ټولو لومړی هغه ښځې نیول کیږي چې له سختې بې وزلۍ سره مبارزه کوي. د غفوري په خبره «موږ کلي ته ځو او هلته ګورو چې کومې کورنۍ تر ټولو غریبې دي.» خو د هغې له پاره یو شرط دا دی چې دغه کورنۍ خپله یو څه ځمکه ولري. غفوري زیاتوي چې «موږ د کلیو له سپین ږیرو او د ښځو له میړونو سره خبرې کوو. موږ هغوی ته دا روښانه کوو چې کله ښځې پيسې وګټي نو کومې ښیګڼې لري.»

انتخاب شوې میرمنې چې اوس یې شمیر سلو ته رسیږي، هره یوه یې له آلماني نوښت څخه د زعفران ۴۰۰ بزغلي او د هغې د کرلو روزنه ترلاسه کوي. دا چې د زعفرانو د اتحادیې ښځې په آزاد ډول حاصلات بازار ته وړاندې کوي، د سواد آموزۍ او حسابدارۍ په برخه کې هم روزنه ترلاسه کوي. وچ شوي سره تارونه هغوی په هرات کې پر سوداګرو پلوري چې هغوی یې بیا منځني ختیځ ته انتقالوي. یو کیلو زعفران شا او خوا ۸۰۰ یورو عاید لري.

مخکې له دې چې بي بي ګل په دغه پروژه کې شامله شي د زعفرانو په هکله یې کم معلومات لرل. په دې ترڅ کې اوس هغه ځان متخصصه بولي او په ویاړ سره ځان سوداګره بولي. هغه وایي: «موږ د دې ثبوت یو، چې د افغانستان ښځې ډیرې غښتلي دي.»

یوه کیلو زعفران شاوخوا ۸۰۰ یورو عاید لريانځور: DW/S. Tanha

په هرات ولایت کې د ښځو دغه اتحادیې له دې کبله منندویه ده چې د لوږې سره د مبارزې د آلماني سازمان او افغانستان له پاره د بیا رغاونې او زراعت د پراختیا موسسې په مرسته خپل کار ته ادامه ورکړې ده. غفوري وایي چې هغه طالبان چې په سیمه کې واکمن دي د سیمې د خلکو د ژوندانه سخت شرایط درک کولی شي. غفوري زیاتوي: «ډیری نارینه بې روزګاره دي او یا هم ډیر کم عاید لري. د افغان کورنیو لږ تر لږه یو پر څلورمه برخه د میندو یا لوڼو له لوري تغذیه کیږي. د هغو ښځو په ډله کې چې زعفران کري د ځینو میړونه یې له طالبانو سره تړاو لري.»

اوسمهال په افغانستان کې اقتصادي وضعیت ډیر خراب دي. طالبان چې واک ته تر رسیدو وروسته یې سرپرسته کابینه اعلان کړې پیسې نه لري او تر ۷۰ سلنه زیات افغانان اوس بې روزګاره دي. ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی دی که چیرې دغه هیواد ته بیړنۍ مرستې ونه رسیږي، ښایي خلک له سختې لوږې سره مخامخ شي.

په افغانستان کې اوسمهال د ژوندانه د اساسي خوراکي موادو لکه وریجو، اوړو او غوړیو بیې له ۳۰ څخه تر ۵۰ سلنې لوړې شوي دي. دا چې د ښځو راتلونکي به څه ډول وي، غفوري یې هم په هکله کوم اټکل نه شي کولی خو وایي چې اوس تیاره وختونه دي او یوازې هیله کولی شي، چې بیرته رڼایي راشي.

پر ورته موضوع یو انځوریز البوم زموږ له آرشیف څخه