زلزلې په پاکستان کي ۳۴ کسان وژلي دي
۱۳۹۲ فروردین ۲۸, چهارشنبهپه پاکستان کې د سه شنبې ورځې د زلزلې له کبله نزدې ۳۴ کسان وژل شوي دي او شاوخوا ۸۰ تنه نور ټپیان دي. دغه شمیره یوه پاکستاني پوځي چارواکي رسنیو ته د نوم د نه اخيستلو په شرط ورکړې ده. دغه چارواکي ويلي دي چې د زلزلې قربانیان د پاکستان او ایران پولې ته نزدې د بلوچستان په ماشوخیلو کلي کي دي.
د هغه په خبره په دې کلي کې تر۱۰۰۰ ډیر کورونه هم ویجاړ شوي دي. د دې چارواکي په خبره اوس پاکستاني پوځ دې سیمې ته په مرستو رسولو پيل کړی دی.
دې پاکستاني پوځي چارواکي زیاته کړې ده: «د وژل شویو کسانو مړې په روغتون کې دي او ټپي شوي کسان د پوځ د ډاکټرانو له خوا تر درملنې لاندې دي. نیمه پوځیان هم د ژغورنې په عملیاتو اخته دي.»
دا په داسې حال کې ده چې لا تر اوسه پورې د ایران له خوا د زلزلې د قربانیانو په اړه وروستي رپوټونه نه دي خپاره شوي. تر دې مخکې ایران ویلي ول چې زلزلې لږ تر لږه ۴۰ کسان وژلي خو بیا وروسته یې د دغې شمیر له تصدیقولو څخه ډډه وکړه.
تر زلزلې وروسته د ایران دولتي رسنيو خبر وکړ چې په زلزله کي۲۷ کسان ټپي شوي دي او دا چې اوس په سیمه کې د ژغورنې عملیات روان دي.
د ایران په هغه سیمه چې وروستۍ دوې زلزلې رامنځ ته شوي دي، د دې هیواد یوه اتومي بټۍ هم پرته ده. د اتومي انرژۍ نړیوال سازمان خبر ورکړی دی، چې د زلزلې له کبله دغې بټۍ ته تاوان نه دی رسیدلی.
تر دې یوه اوونۍ مخکې هم د ایران په همدې سیمه کې یوه زلزله شوې وه چې له کبله یې ۳۷ کسان وژلي ول.
د سه شنبې ورځې زلزله په دوبی او بحرین کي هم احساس شوې وه. ویل کیږي چې په دغو هيوادونو کي هم چارواکو د يو شمېر ودانيو د تخليې امر ورکړی وو.
په نوې دهلي کې هم د ټکانونو خبر ورکړل شوی وو، خو لا تر اوسه پورې د تلفاتو په اړه څه نه دي ویل شوي.