1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

زلمي خليلزاد د بين الافغاني خبرو اعلان کړی

۱۳۹۸ تیر ۱۱, سه‌شنبه

د افغانستان د سولي له پاره د امريکا متحده ايالاتو ځانگړي استازي اعلان کړی دی چي تمه کيږي د راتلونکي شنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د جولای ۷مه) به د افغانستان د سولي په موخه بين الافغاني خبري اتري پيل سي.


Der US-Sondergesandte für den Frieden in Afghanistan, Zalmay Khalilzad, spricht während einer Diskussionsrunde mit afghanischen Medien an der US-amerikanischen Botschaft in Kabul, Afghanistan
انځور: Reuters

د افغانستان له پاره د امريکا متحده ايالاتو ځانگړي استازي زلمي خليلزاد د دوشنبې په ورځ ماښام په تويتر کي ليکلي دي چي د خبرو اترو دغه کنفرانس د سولي د چوکاټ چې څلور برخې لري له پاره اساسي عنصر او د افغانستان د سولې د پروسې د پرمخ بیولو له پاره مهم گام دی.

امريکا متحده ايالات او د طالبانو استازي د ۲۰۱۸م کال له جولای مياشتي راهيسي په خبرو اترو بوخت دي، څو د افغانستان اوږدې جگړې ته يوه سیاسي حل لاره ومومي.

ويل کيږي چي د امريکا متحده ايالاتو او طالبانو ترمنځ خبري به د کابل د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولي په اړه د رسمي خبرو د پيليدو سبب سي. خو طالبان تر اوسه پوري له دې څخه ډډه کوي چي له افغان حکومت سره خبرو اترو ته کښېني. دوی هغه د «غرب لاسپوځی» حکومت گڼي.

زلمي خليلزاد دغو خبرو اترو ته د زمينې برابرولو په برخه کي له آلمان او قطر څخه مننه کړې ده.

تر دې وړاندي د آلمان د بهرنيو چارو وزارت ويلي ول چي دغه ملاقات به په دوحه کي وي. طالبان په قطر کي يو نيمه رسمي دفتر لري. د طالبانو او امريکا متحده ايالاتو ترمنځ ډيري خبري اتري هم تر اوسه په قطر کي سوي دي.

د طالبانو يوه وياند د دوشنبې په ورځ ويلي ول چي بين الافغاني خبري اتري به هغه مهال پيل سي چي «د نړيوالو څارونکو په حضور کي له افغانستانه د ټولو بهرنيو ځواکونو د وتلو مهال ويش اعلان سوی وي». حتی هغه مهال به لا له افغان حکومت سره د يوه حکومت په صفت خبري و نه سي. دا په دې معنی چي د افغان حکومت استازي يوازي په خصوصي توگه کولای سي په خبرو که برخه واخلي.

دغه بين الافغاني خبري اتري بايد د روان کال په اپريل مياشت کي ترسره سوي وای خو په غونډه کي د گډونوالو پر سر جنجال دغه کنفرانس لغوه کړ. اوس هم روښانه نه ده چي د شنبې ورځي په بين الافغاني خبرو کي به څوک گډون کوي. د دغه کنفرانس نیټه د جولای اوومه او اتمه ښول شوې دي.

(N.Z/S.R(dpa,AP

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب