1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

زورولې زلزلې په فیليپین کې ځاني او مالي زیانونه اړولي

۱۴۰۱ مرداد ۵, چهارشنبه

يوي ۷ ريشتري قوي زلزلې د چهارشنبې په ورځ د فيلپين شمال ولړزاوه. رپوټونه وايي لږ تر لږه ۵ کسان مړه شوي او په لسونو نور ټپيان دي. ډيری کسان د ساختمانونو د لويدو له کبله مړه شوي دي.

Philippines Earthquake
انځور: AP/picture alliance

فيليپيني چارواکو ويلی دي چې د زلزلې مرکز د ابرا ایالت غرني سيمه ده.

زياته شوې چې د سلونو کورونو او بيلډونګونو دیوالونو کې درزونه رامنځ ته شوي دي. په ابرا کې د دغو ساختمانو په ډله کې د فيلیپین د ولسمشر بنګ بونګ مارکوس د دفتر ساختمان هم شامل دی. ولسمشر په یو خبري کنفرانس کې وويل چې د زلزلې پر وخت په خپل دفتر کې وو او زیاته ېې کړه چې زلزله «ډيره قوي وه.»

په ابرا ښار کوټي کې د محافظت یو افسر، میخایل بريلانتس اسوشتید پریس ته وويل چې هغه داسې احساس وکړ چې دا تر ټولو قوي زلزله وه. هغه وويل: «ما فکر وکړ چې ځمکه به خلاصه شي.» 

په لا ترينيداد ښارګوټي کې یو کس کارګر هغه وخت خپل ژوند له لاس وکړ چې یو کوچنۍ تر کار لاندې ساختمان راوغورځيد او هغه ېې لاندې کړ.

اسوشتید پریس له مانیلا لیکي چې د زلزلې پرمهال ډار شوو خلکو د ساختمانونو له منځه باندې منډې وهلې او د پلازمېنې له روغتون څخه ناروغان هم وایستل شول.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب