د يوې نظر پوښتني له مخي۶۰ سلنه آلمانان په عامه ځايونو کې د زياتي ويډيو څارني غوښتونکي دي. د څارنې د زياتولو دا غوښتنه په برلين کي د کريسمس پر بازار تر لارۍ موټر بريد وروسته شوې ده.
اعلان
د دې نظر پوښتنې پايلي ښيي چې آلمانان د حکومت د ويډيويي نظارت په قانون کې د بدلون ملاتړ کوي او ۷۳ سلنه يې د پوليسو د ستر ځواک لرولو د نظر ملاتړ کړی.
دا سروی د «يوګوف» په نوم نظر پوښتنې يوې نړيوالي انترنتي موسسې په برلين کې د تونسي وګړي انيس عامري له خوا د خلکو پر ګڼه ګوڼه د لارۍ موټر تر ورځغلولو وروسته د آلمان د خبري آژانس ډي پي ای له پاره کړې وه. انيس عامري چې د دې بريد اصلي شکمن وو، وروسته په ايټاليا کې ووژل شو.
د برلين د براتنبخ ميدان چيرته چې د باچا ويليم د کليسا سره نزدې دغه بازار جوړ کړل شوې وو، د بريد پر مهال د پوليسو تر ويديويي نظارت لاندې نه وو.
د برلين په پيښه کې د انيس عامري د لاس درلودو خبره په لومړي سر کې د چارواکو له خوا رد شوې وې وه چې د ځينو کارپوهانو په آند یې وجه د ويديويي څارنې نه شتون وو.
په لومړي سر کې پر يوه پاکستاني کډوال د بريد ترسره کولو شک له دې وجې شوې وو چې يوه تن دغه کډوال د پيښې له ځایه د تېښتي په حال کې ليدلی وو.
د يکشنبې ورځې دا نظر پوښتنه تر هغه وروسته په ډاګه شوه چې په همدې اوونۍ کې د آلمان کابينې په عامه ځايونو کې د نظارت د زياتولو په موخه يوه مسوده د برلين د ايالتي حکومت پر مخالفت سربيره تصويب کړه.
د آلمان د کورنيو چارو وزیر توماس ديميزر، د برلين پر ايالتي پارلمان غږ کړی چې د ويديويي څارني اړتيا ته په کتو سره پر خپل دريځ له سره غور وکړي. دا مسوده به په آلمان کې د شخصي حريم د قوانينو په برخه کې د يوه شاتګ په معنا وي.
د «يوګوف» په نظر پوښتنه کې نيمايي ګډون کوونکو د ترهګریزو پيښو پر وخت د پوځ د مداخلې يعني لاس په کار کيدو غوښتنه کړې ده. دمګړۍ د آلمان پوځ يوازې هغه وخت مداخله کوي چې پوليس ور څخه د مرستې غوښتنه وکړي.
د ۲۰۱۷م کال په مارچ مياشت کې به په لومړي ځل د آلمان پوځ او پوليس شريک پوځي تمرينونه وکړي.
انځوریز رپوټ: په برلین کې د کريسمس پر بازار د برید په ویر کې
په داسې حال کې چې اروپایان او آلمانان د کريسمس په تیاریانو بوخت دي په برلین کې د کريسمس پر بازار برید چې مسئولیت یې هم د اعش پرغاړه اخیستي آلمانان اندیښمن کړي دي. سه شنبه له دغو قربانیانو سره د پیوستون او ویر ورځ وه.
انځور: Twitter/Ville de Nice
غمشریکي
د فرانسې د نیسه ښار چې مخکې تر دې د ورته برید شاهده وه، په تویتر کې له دغه انځور سره د برلین له خلکو سره خپله همبستګي او همدردي ښکاره کړه.
انځور: Twitter/Ville de Nice
د بریدګر لارۍ
دا هم هغه لارۍ ده چې بریدګر په برلین کې د کرسمس په بازار کې پر خلکو وخیژوله. د دغه برید په پایله کې ۱۲ تنه ووژل شول او ۴۸ تنه ټپیان شول. دا لارۍ د یوه پولنډي شرکت وه. اټکل کیږي چې د لارۍ موټروان د بریدګر په وسیله وژل شوی دی.
انځور: Reuters/H. Hanschke
تر برید مخکې د بازار انځور
تر برید مخکې دغه بازار پر رنګه رانګه څراغونو او ګرپونو سینګار شوی وو، خو تر پيشې یو شپه وروسته په فضاء کې خاموشي حاکمه وه.
انځور: Reuters/F. Bensch
د براندنبورگ تاریخي دروازه
په برلین کې د کرسمس پر بازار تر برید وروسته له قربانیانو سره د همبستګي په موخه د براندنبورګ دروازه د څراغ په وسیله د آلمان د بیرغ په رنګ روښانه شوی وو.