1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

زیلنسکي: اوس پر روسيې د سولې له پاره د فشار راوستلو وخت دی

۱۴۰۱ آبان ۲۴, سه‌شنبه

د اوکراین ولسمشر د سه شنبې په ورځ د نړۍ له رهبرانو وغوښتل چې د اوکراین جګړې د ختمولو د یوه پلان ملاتړ وکړي. ولودیمیر زيلنسکي وويل په خيرسون کې د روسېې له ماتې سره اوس د دې وخت دی چې پر روسيه د سولې له پاره فشار زیاد سي.

د اوکراین ولسمشر، ولودیمیر زيلنسکي
د اوکراین ولسمشر، ولودیمیر زيلنسکيانځور: Valentyn Ogirenk/REUTERS

زيلنسکي په عین حال کې وويل چې اوکراین به روسي ځواکونو ته اجازه ورنه کړي چې له خیرسون څخه تر وتلو وروسته بېرته منسجم شي. هغه زیاته کړه تر هغې چې اوکراین پر ټولو اشغالي سیمو بېرته کنټرول ترلاسه کوي، ډيرې جګړې به موجودي وي.

زيلنسکي دغه خبرې په اندونیزیا کې د جي شل د ېو ډلې غونډې ته وکړي، چېرته چې د نړۍ د مهمو اقتصادي هیوادونو رهبران راټول شوي او پر اوکراین د روسېې د پوځي یرغل پر موضوع باندې مهم بحثونه کوي.

زېلنسکي روسي ځواکونه په خیرسون کې پر جنایاتو تورن کړل

زيلنسکي تر دې يوه ورځ مخکې خيرسون ښار ته ولاړ او هلته ېې له اوکرايني سرتيرو او ملکي خلکو سره وليدل. هغه ويلي دي چې په خیرسون کې د روسي ځواکونو له خوا د قتلونو او تښتونو په شمول، لږ تر لږه د ۴۰۰ مورده جنایاتو شواهد راټول شوي دي. مسکو شپږ اوونۍ مخکې خيرسون په خپله خاوره کې الحاق کړه، خو په وروستيو ورځو کې ېې ځواکونه ورڅخه وښکل چې تر هغه وروسته اوکرايني ځواکونو بېرته ونیو.

رويټرز وايي چې د زيلنسکي د وينا يوه کاپي چې دغه آژانس کتلې ده، په کې راغلي: «زه په دې باور يم چې اوس د روسېې ويجاړونکې جګړه باید ودرول شي او کېدای شي چې ودرول شي.» هغه په بالي ټاپو کې جوړې غونډې ته دغه وینا د ويډيو له لارې کوله.

زيلنسکي د نومبر په ۱۴مه له روسي ځواکونو بيرته د نيولې سېمې خیرسون، ښار ته ولاړ او هلته ېې له اوکرايني سرتيرو او ځايي خلکو سره وليدل انځور: Ukrainian Presidential Press Service/REUTERS

زيلنسکي په خپله وينا کې پر روسيه غږ وکړ چې له اوکراین څخه خپل ټول ځواکونه وباسي او د اوکراین پر ځمکنۍ بشپړتيا ېې د ټينګار په کولو وويل چې کيف به د خپل حاکميت، خاورې او خپلواکۍ پر سر معامله ونه کړي. هغه همدارنګه د ټولو اوکرایني بنديانو د آزادولو غوښتنه وکړه.

زيلنسکي د خيرسون ښار د نيولو اعلان وکړ

زيلنسکي په خپلو خبرو کې وويل: «لطفاً د رهبرۍ له پاره خپله لاره وټاکۍ. موږ په ګډه په یقين سره کولی شو د سولې فورمول عملي کړو.»

کیف همدارنګه د روسېې د اتومي وسلو پر ګواښونو، د چین له انتقادي څرګندونو چې د شي او بایدن تر کتنې وروسته ېې کړي، هرکلی کړی. د امریکا ولسمشر جو بایدن او د چین ولسمشر شي جین پينګ، د دوشنبې په ورځ سره وليدل.

سپېنې ماڼۍ ويلي دي چې دواړو رهبرانو په اندونیزیا کې د جي ۲۰ په غونډه کې «په اوکراین کې د اتومي وسلو د ګواښ او یا هم د هغو له استفاده سره مخالفت ښودلی.»

راتلونکی سوړ ژمی او په خيرسون کې د جګړې شدت

خو د چين د بهرنیو چارو وزارت په خپله ويب پاڼه کې د شي او بایدن د کتنې اړوند خبرو کې د «اتومي» کلېمې ذکر نه دی کړی، خو دا ېې ويلي چې «شخړې او جګړې هيڅ ګټونکی نه لري... او ... د دواړو سترو هیوادونو تر منځ تقابل څخه باید مخنيوی وشي.»

د روسېې ولسمشر، ولاديمیر پوتین، په کراتو ګواښ کړی چې روسیه کولی شي د خپلې ځمکنۍ بشپړتیا څخه د دفاع له پاره له اتومي وسلو څخه استفاده وکړي.

شي او پوتين په وروستیو کلونو کې نژدې شوي دي چې دغه نژدې والي بیا لويديځ بې باوره کړی دی. چين په عین حال کې د لويديځ د تمې خلاف، پر اوکراین باندې د روسېې پوځي یرغل له غندلو هم ډډه کړې ده.

د امریکا ولسمشر جو بایدن او د چین ولسمشر شي جین پينګ، د دوشنبې په ورځ د اندونیزیا په بالی ټاپو کې د جي۲۰ غونډه کې سره وليدلانځور: Kevin Lamarque/REUTERS

بایدن: د پوتين د اتومي وسلو د استعمال ګواښ واقعي دی

د امریکا یوه جګپوړي چارواکي ويلي دي چې متحده ایالات تمه لري چې د جي شل غونډه په اوکراین کې د روسېې جګړه او پر نړېوال اقتصاد ېې ناوړه اغیز، وغندي. دا چې روسیه هم د جي۲۰ غړې ده، داسې ښکاري چې د اوکراين په هکله به دغه اجماع شونې نه وي او دا چې دغه غندنه په کوم شکل وشي، امریکايي چارواکي ېې په اړه له ويلو ډډه وکړه.

د بریتانيا صدراعظم، ریشي سوناک، په بالی کې په خپلو خبرو کې وويل چې د پوتين حکومت به د نړیوالو مخالفانو له غږ او اقداماتو سره مخ شي. سوناک وويل: «د روسېې اقداماتو موږ ټول په رېسک کې اچولي يو.»

پوتين يو ځل بیا لوېديځ ته خبرداری ورکړ

پوتين په بالي کې د جي۲۰ په غونډه کې حضور نه لري. روسېې ويلي دي چې پوتين ډیر زیات مصروف دی او نشي کولی په غونډه کې ګډون وکړي.

(mks/nz/(R

د اوکراین د جګړې په تړاو زموږ له آرشیف څخه یو انځوریز البوم:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب