1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

زيلنسکي د سولي پلان له اسنادو سره لندن ته ځي؟

نجيب الله زيارمل د آلمان خبري آژانس
۱۴۰۴ آذر ۱۷, دوشنبه

په داسي حال کي چي روسيې پر اوکراين بمبار ته دوام ورکړی، د بريتانيا لومړی وزير کيير سټارمر د اوکراين د سولي پر پلان د خبرو له پاره د دوشبنې په ورځ په لندن کي د زيلنسکي هرکلی کوي.

د بريتانيا لومړی وزير ستارمر داوکراين له جمهوررئيس زيلنسکي سره په لند کي
د زيلنسکي استازو له امريکايي استازو سره پر هغو وړانديزونو خبري اتري پای ته رسولې چې سپينه ماڼۍ یې د منلو له پاره پر اوکراین باندې تاکيد کوي.انځور: Thomas Krych/ZUMA Press Wire/IMAGO

تمه کيږي چي دغه غونډه چي د فرانسې ولسمشر ايمانويل مکرون او د جرمني صدراعظم فريدريش ميرڅ هم پکښې ګډون کوي، پر دې تمرکز وکړي چي څنګه له روسيې سره د جګړې د پای ته رسولو له پاره د امريکا متحده ايالاتو وړانديزونو ته جواب ووايي.

لندن ته د زيلنسکي سفر له هغه وروسته کيږي چي استازو يې له امريکايي استازو سره پر هغو وړانديزونو باندي درې ورځنۍ خبري اتري پای ته ورسولې چې سپينه ماڼۍ یې د منلو له پاره پر اوکراین باندې تاکيد کوي.

زيلنسکي د يکشنبې په ورځ وويل چي هغه د ولسمشر دونالد ترمپ له سلاکارانو سره د «راتلونکي ګامونو« په اړه بحث کړی او »هوډمن دی چي په ښه نيت به کارته دوام ورکړي».

خو مذاکره کوونکو ويلي دي چي هر ډول «ريښتنی پرمختګ» به «د اوږدمهاله سولي له پاره د روسيې جدي ژمني ښوولو ته په چمتووالي پوري اړه ولري».

زيلنسکي ته د سولي پلان په اړه معلومات

د کيف مشر مذاکره کوونکي رستم عمروف ويلي دي چي د دوشنبې په ورځ به ولسمشر زيلنسکي ته له امريکايي چارواکو سره د هغه د ټيم د خبرو اترو معلومات ورکړل سي او د سولي په پلان پوري اړوند ټول اسناد به ترلاسه کړي.

عمروف په ټيليګرام کي زياته کړې ده چي په امريکا متحده ايالاتو کي د کيف د مذاکره کوونکي ټيم د خبرو اترو لومړنۍ دنده دا وه چي په مسکو کي د امريکا د خبرو اترو او د اوسنيو وړانديزونو د ټولو مسودو په اړه بشپړ معلومات ترلاسه کړي.

هغه وويل: «موږ بايد له ټولو شريکانو سره يو ځای، د دې جګړې د باغزته پای ته رسولو پاره هر هغه څه وکړو چي په وسه مو وي.»

ډرونونه څرنګه په اوکراین کې جګړې ته بله بڼه ورکوي؟

01:57

This browser does not support the video element.

احتمال دی چي اوکراين او د هغه اروپايي متحدين ټينګار وکړي چي هر ډول اوربند دي د متحده ايالاتو او «داوطلبو هيوادونو ائتلاف» له خوا چي فرانسه او بريتانيا پکښې شامل دي، د امنيتي تضمينونو سره مل وي او په ورته وخت کي، دوی به روسيې ته د هر ډول سیمي د پرېښودلو سره هم مخالفت وکړي.

د بريتانيا لومړی وزير ستارمر په وار وار ويلي دي چي اوکراين ته بايد اجازه ورکړل سي چي خپل راتلونکی پخپله وټاکي، خو د هغه يوه وزير د يکشنبې په ورځ وويل چي دغه هيواد بايد د روسيې د تيري پر وړاندي «بې دفاع» پرېنښودل سي.

خو روسيې بيا په وار وار په اوکراين کي د متحدو ځواکونو د ځای پر ځای کولو امکان رد کړی دی او د سولي په بدل کي يې د اوکراين د پراخي خاوري غوښتنه کړې ده او روسي ځواکونو د اونۍ په پای کي پر اوکراين باندي خپلو بريدونو ته دوام ورکړ.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل