1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

زيلنسکي: د کریميا پُل راته يو مشروع پوځي هدف دی

۱۴۰۲ تیر ۳۱, شنبه

د اوکراین ولسمشر، ولاديمير زيلنسکي، وايي د کریميا پل چې د کريما نيمه ټاپو له روسيې سره نښلوي «جګړه په ارمغان راوړي نه سوله» ځکه خو دا يو پوځي هدف دی. د تېرې يکشنبې په ورځ پر دغه پله د اکتوبر میاشتې په څېر چاودنې وشوې.

Krim-Brücke I Verkehr
انځور: Alexander Nemenov/AFP

د رويترز په حواله، زيلنسکي د جمعې په ورځ وويل چې د کریميا پله په سر د موټرو لار او د اورګاډو پټلۍ چې د روسيې له خوا جوړه او په ۲۰۱۸م کال کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شوې، «یوازې یوه لوژستيکي لار نه ده.» هغه دغه مطلب په امريکا متحده ایالاتو کې د اسپين امنيتي کنفرانس ته د وېډيو له لارې د خبرو پر مهال بیان کړ.

د يکشنبې په ورځ د کریميا پله کې چاودنو دوه ملکیان ووژل او د پله یوه برخه ېې له کاره وغورځوله. دغه چاودنې داسې وخت وشوې چې په تېر اکتوبر کې هم پر دغه پله ورته چاودنې وشوې چې د تخریب شوو برخو تر بيارغونې وروسته تازه ګټې اخیستنې ته چمتو شوی وو.

ورته نور ولولئ: روسیې د کريميا پر پله بريد غندلی او پړه یې پر کيف ور اچولې

اوکرایني چارواکو د يکشنبې ورځې له بریدونو هرکلی کړی، خو په رسمي توګه ېې د هغه مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی، اما مسکو ېې پړه پر اوکراین وراچوي. د روسيې تاس خبري آژانس د شنبې ورځې رپوټ په حواله، پر کريميا پله د ترافيکو تګ راتګ په موقتي توګه درول شوی دی.

زیلنسکي چې وینا ېې ژباړل کېده وويل: «دا یوه داسې لار ده چې جګړې ته پرې د مهماتو اکمالات کيږي او دا کار هره ورځ ترسره کيږي. دا د کریميا نيمه ټاپو پر یوه پوځي سيمه بدلوي.»

ورته نور ولولئ: روسيه له اوکراينه د غله جاتو صادرات متوقف کوي

زيلنسکې د کریميا پله په هکله زیاته کړه: «دا زموږ له پاره په درک سره د دښمن یوه داسې وسيله ده چې د ټولو نړېوالو قوانیو او منل شوو نورمونو خلاف جوړه شوې ده. له همدې کبله دا زموږ له پاره د درک وړ یو هدف دی. او داسې یو هدف چې هغه جګړه راوړي نه سوله، باید له منځه وې وړل شي.»

روسیې په ۲۰۱۴م کال کې د کریميا نيمه ټاپو له اوکراين څخه په خپله خاوره کې الحاق کړه او اوکراین په داسې حال کې چې له ۱۷ مياشتو راهیسې د روسي قواوو حملو پر وړاندې مقابله کوي، غواړي دغه نيمه ټاپو بېرته په لاس راوړي.

آ/م.ک.ص./ا.ا.

دلته زموږ له آرشیفه یو انځوريز البوم هم کتلی شئ (24.03.2014):

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب