د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي د دوشنبه په ماښام په خپلي ورځنۍ ویدیويي وینا کي وویل چي: «موږ داسي معلومات ترلاسه کړي چي روسیه د شاهد ډرونونو اوږدمهاله بریدونه پلان کړي دي.»
هغه وویل، روسیه غواړي په دې ډول موږ وځپي. زموږ خلک، زموږ دافع هوا او زموږ انرژي. خو موږ مجبوره یو او باید ټول تدابیر ترلاس لاندي ونیسو ترڅو د نورو په شان د ترهگرو دغه ډول هدفونه هم له ناکامۍ سره مخامخ کړو.»
ستولتنبيرګ د ډیرو وسلو د تولید غوښتنه کړې
د روسیې پوځ د کامیکازه په نوم داسي بې پیلوټه الوتکي کاروي چی د الوتني په پای کي په عمودي ډول پر خپلو هدفونو رالویږي. د ایران له خوا جوړ سوي دغه ډرونونه چي کرار هم دي، د دافع هوا له پاره که څه هم ساده هدفونه دي، خو په لویه پیمانه د دغو الوتکو کارول او په پرله پسې ډول د هغو څارل د اوکراین د دافع هوا له پاره یو ستر چلنج دی.
امنیتي کارپوهه: په ۲۰۲۳ کال هم په اوکراین کي جنګ نه ختمیږي
علاوه پردې د لگښت فکتور هم ور اضافه کیږي. له ارزان بیو برخو څخه جوړ سوي دغه ډرونونه باید په گران بیه تسلیحاتي سیستم رانسکوري سي. زیلنسکي وویل چي: «د کال له پیل راهیسي یوازي دوې ورځي تیري سوي دي. او پر اوکراین باندي د ویشتل سوو بې پیلوټه الوتکو شمیر څه د پاسه ۸۰ ته رسیږي.»
روسي پوځ دغه ډول الوتکي په تیره بیا د اوکرایني ښارونو پر خاوره کاروي تر څو د امکان ترحده د انرژۍ شبکې ته تاوان ورسوي.
GP/NZ/AG
په اوکراین کې جګړه، بې برقي او سوړ ژمی
روسېې د اوکراین پر ملکي زېربناو لکه د برېښنا پر تاسیساتو خپلې حملې جاري ساتلي. په ملیونونو خلک په موقتي توګه له برېښنا بې برخې شوي دي، آن اوبو او ګاز ته لاسرسی نه لري. خلک د معمول خلاف سږکال له یو سخت ژمي سره مخ دي.
انځور: Pool Philip Reynaers/dpa/Belga/picture allianceد اوکراین په دونيڅک سېمه کې يو ټانک ولاړ دی. دونیڅک ېوه له هغو سیمو ده چې تر ټولو ډیره جګړه په کې شوې ده. د ژمي پيل، ورښتونو او سړې هوا د عسکرو له پاره د جګړې ادامه او یا ېې درول ډير سخت کړي دي. له وضعيته ښکاري چې اوکراین له یو سخت ژمي سره مخ دی. په عین حال کې روسي ځواکونو خپلې حملې هم جاري ساتلي دي.
انځور: Metin Aktas/AA/picture alliance د اوکراین خیرسون ښار يو له هغو سیمو څخه ده چې اوکرایني ځواکونو بېرته له روسي ځواکونو څخه نېولې ده. په انځور کې د دغه ښار اوسیدونکي لیدل کيږي چې د مرستو ترلاسه کولو له پاره په کتار کې ولاړ دي. اوکراین خیرسون وروسته له هغې ونيو چې روسي ځواکونه ورڅخه ووتل او د دينپرو سیند هاخوا څنډې ته ولاړل.
انځور: Chris McGrath/Getty Imagesبخموت د اوکراین په دونیڅک سیمه کې واقع دی. په انځور کې ښکاري چې د روسي ځواکونو په حملو کې یو ساختمان تخریب او بیا ېې اور اخیستی دی. اوکرایني چارواکو په وروستيو کې ويلي دي چې روسي ځواکونه هڅه کوي د بخموت ښار پر لور تللې لوی لارې بندي کړي چې په همدی موخه ېې پر شاوخوا کليو باندې بمباري او بریدونه ډير کړي دي.
انځور: YEVHEN TITOV/AFP/Getty Imagesد ټول هیواد په کچه د برېښنا پرچاوي
په دغه انځور کې د اوکراین مرکز اړوند د برېښنا د لوړ ولتاژ یو تخریب شوی ستيشن ښکاري. روسي ځواکونو د اوکراین د انرژۍ پر تاسیساتو خپلې حملې وروسته له هغې لاپسې ډيرې کړې چې دغه ځواکونه له ځينو سیمو ووتل او یا ېې د اوکرايني ځواکونو پر وړاندې ماتې وخوړې. پر تاسیساتو حملو، په اکتوبر میاشت کې زور واخیست.
انځور: Ed Ram/Getty Imagesد جګړې د قربانيانو له پاره
دا په اوکراين کې د سږني ژمي لومړنۍ واوره ده چې په اورېدو سره ېې په خلکو کې د یو سخت ژمي وېره راپېدا کړې ده. په انځور یوه ښځه د کيف ښار په خپلواکۍ میدان کې د جګړې د قربانيانو په یاد یوه شمعه بلوي.
انځور: Jeff J Mitchell/Getty Imagesد اوکراین د برېښنا پر تاسیساتو د روسي ځواکونو له دوامداره بریدونو سره په ټول اوکراین کې د برېښنا پرچاوۍ کيږي. د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي، په وروستیو ورځو کې د پخواني شوروي اتحاد پر وخت په اوکراین کې د راغلې قحطۍ د نويمې کلیزې په مناسبت غونډه کې وويل: «هغه وخت هغوی غوښتل موږ له لوږې مړه کړي او اوس په سړې هوا او تیارو سره.»
انځور: Metin Aktas/AA/picture allianceګرمو جامو ته ډيره اړتيا ده...
په اوکراین کې خلک له يو او بل سره د ګرمو جامو مرستې کوي. د اوکراین په لويديځ کې د ونيز د رضاکارانو مرکز وايي چې تر ټولو ډير ګرمو جامو لکه پشمي خولۍ، دستکشې او کمپلو ته اړتیا ده. حکومت په کیف کې د لا ډيرو جنراتورنو او ترانسفارمرونو د لګولو امر کړی خو دغه وسایل ډير کم عرضه کيږي.
انځور: Hudak Serhii/Ukrinform/ABACA/picture alliance ۴۴ کلن ولادیمیر چې د لويو ښار اوسيدونکی دی د خپل کور په تهکاوۍ کې د مربا په مرتبانونو کې ساتلي خوراکي مواد چې د هغه مور تیار کړي دي کنټرولوي. ډيرو اوکراینيانو په ګرم موسم کې ځانونو ته خوراکي مواد زيرمه کړي، څو په ژمي کې ورڅخه استفاده وکړي. په وروستیو کې د کيف ښاروال هم له خلکو غوښتي ول چې د احتیاط له پاره په کورونو کې خوراکي مواد زيرمه کړي.
انځور: Gaelle Girbes/Getty Imagesیو خیریه بنسټ د کیف په یوه واټ کې له خلکو سره د ګرمو خوړو او دستکشو مرسته کوي. په وروستیو کې د ناټو د بهرنيو چارو وزیران د رومانيا په بخارست کې راټول شوي ول. دوی په خپلو غونډو کې د اوکراین د انرژۍ زیربناو د بېا رغاونې په ګډون له دغه هیواد سره د لاډیرو مرستو په اړه بحثونه وکړل.
انځور: Jeff J Mitchell/Getty Imagesدغه انځور د ۲۰۲۲م کال د مارچ میاشتې یا د جګړې د لومړيو اوونيو دی. په انځور کې ښکاري چې د اوکراین د ايرپين ښار څخه ملکيان د روسي قواوو د بریدونو له کبله د تېښتې په حال کې دي. دغه لړۍ لا هم ادامه لري. په بريتانيا کې د آلمان سفير شاوخوا یوه اوونۍ مخکې د روسېې بریدونو ته په اشارې، په ژمي کې آلمان ته د اوکرایني مهاجرو د ېوې نوې احتمالی څپې څخه خبره کړې وه.
انځور: Emin Sansar/AA/picture allianceد اوکراین حکومت په ټول هیواد کې بې ځایه شوو خلکو له پاره له خیمو څخه موقتي سرپناوې جوړې کړي دي. په دغو خیمو کې بخارۍ او برېښنا هم شته او راغلو خلکو ته پکې ډوډۍ هم ورکول کيږي. په انځور کې دغه مهاجره جوړه په بوچا کې ېوې ګرمې خيمې ته پناه وروړې ده، خو په دغو خیمو کې انټرنيت ډیر ضعیف دی.
انځور: Evgeniy Maloletka/AP/picture alliance په آلمان کې له اوکراین سره د مرستو ټولو لړۍ په چټکۍ روانه ده. په دغه انځور کې د آلمان ولسمشر فرانک والتر شتاین ماير، د آلمان له پاره د اوکراین سفیر اولیکسي مکایوف او د المان د سره صلیب ادارې مشره ګیردا هاسیل فېلدت ليدل کيږي. د آلمان حکومت په کراتو اوکراین څخه د ملاتړ خبره کړې ده.
انځور: Bernd von Jutrczenka via REUTERS