زيودر: د مهاجرت محدوديدل په ائتلاف کي د برخي شرط دی
۱۳۹۶ مهر ۴, سهشنبه
د آلمان د مسيحي سوسيال ګوند سياستوال مارکوس زيودر د مهاجرت پر محدوديت ټينګار کړی دی. نوموړي ويلي چي بې له دغه محدوديته په آلمان کي د نوي ائتلاف جوړېدنه له تصوره ليري ده.
اعلان
د آلمان د بايرن ايالت د مالي وزير مارکوس زيودر ويلي دي چي په آلمان کي د نوي ائتلاف د رامنځ ته کېدو له پاره د دوی مسيحي سوسيال ګوند (CSU) ته د مهاجرت محدودول مهم دي. نوموړي ويلي چي و آلمان ته د راتلونکو مهاجرو له پاره حداکثر حد ټاکل به د نوموړي د ګوند له پاره د ائتلاف تړون ته مهم شرط وي.
د دې پوښتني په جواب کي چي ايا د مسيحي سوسيال ګوند به بې له ياد محدوديت څخه هم د حکومتي ائتلاف پر تړون لاسليک وکړي که څنګه، زيودر وويل: «زه د دې تصور نه سم کولای.» زيودر د ZDF په نوم تلويزيون و سهارنۍ خپرونې ته دغه څرګندونې کولې. هغه وويل چي د مسيحي سوسيالستانو هغه مرکزي غوښتنه هم د مهاجرو د حداکثر حد ټاکل دي. دغه سياستوال چي په هکله يې فکر کيږي چي د برحال ګوندي رئيس هارسټ زېهوفر احتمالي ځايناستی دی، په آلمان کي تر پارلماني ټاکنو وروسته د جمايکا په نوم د حکومتي ائتلاف پر جوړېدو يې خپل شکونه بيا تکرار کړل.
په آلمان کي جمايکا ائتلاف په حکومت کي هغه مشراکت ته ويل کيږي چي پکښي د مسيحي ديموکرات/مسيحي سوسيال اتحاد، آزاد ديموکراتان او زرغون ګوندونه ائتلاف سره وکړي. دا چي د آلمان په پارلماني انتخاباتو کي سوسيال ديموکرات گوند لږ رايي وگټلې پريکړه ئې وکړه چي په ائتلافي حکومت که به برخه وا نه خلي، اوس نو يوازنی هم دغه د جمايکا ائتلاف امکان پاته دی. دا په دې چي د انګلا مېرکل مسيحي ډيموکراټ او ائتلافي ګوند مسيحي سوسيال ګوند يې په يوازي د اکثريت رايو په لاس ته راوړلو کي نه دي بريالي سوي او بايد د دوو يادو ګوندونو زرغون او آزاد ليبرال سره ائتلاف جوړ کړي.
د مهاجرت موضوع په ټاکنو کي يوه مهمه موضوع وه. اټکل کيږي چي دغه موضوع د دې لامل سوه چي د آلمان لوی ګوندونو مسيحي اتحاد او سوسيال ديموکرات پر نوي رامنځ ته سوي AfD ګوند زياتي رايي وبايللې. د آلمان له پاره بديل ګوند يا AfD و آلمان ته د مهاجرو د راتګ پر ضد د سختو قواعدو غوښتنه کوي او د رد سوو مهاجرو د ژر تر ژره ايستلو پر غوښتنه ټينګار کوي.
زموږ له ارشيف څخه:
انځورونه: د آلمان د مهاجرو او اسلام ضد ګوند پارلمان ته بريالی شو
د آلمان له پاره بديل (اې ایف دې) ګوند چې د اسلام او مهاجرو ضد سياست لري، په پارلماني انتخاباتو کې بريالی شو، دغه ګوند په ۲۰۱۳م کال کې جوړ شوی دی.
انځور: picture alliance/dpa/M. Balk
د خوښۍ جامونه
د آلمان له پاره بديل ګوند (AfD) چې په ښي اړخی هم ياديږي، د ۲۰۱۷م کال د سپتمبر ۲۴مه په ټاکنو کې د وړاندوينو خلاف ښې رايې وګټلې. په بايرن ايالت کې د دغه ګوند مشران خپله بريا لمانځي. دا تر دويمې نړيوالې جګړې وروسته لومړی ځل دی چې دغه ګوند د آلمان پارلمان يا بونديستګ ته بريالی کيږي.
انځور: picture alliance/dpa/M. Balk
هم مهاله د (اې.ايف.دې) پر ضد مظاهرې
د آلمان مرکزي پارلمان ته د آلمان له پاره د بديل (اې.ايف.دې) ګوند د بريا په اعلانيدو سره سم د آلمان په مختلفو ښارونو کې د دغه ګوند مخالفانو مظاهرې وکړې. مظاهره کونکو (اې.ايف.دې) ګوند پر توکم پرستانه سياست نيوکې کولې او ويل يې چې آلمان د افراطيت ځای نه دی.
انځور: picture-alliance/dpa/C. Charisius
(اې.ايف. دې) آلمان کې تر ټولو نوی ګوند
د آلمان له پاره بديل ګوند په ۲۰۱۳م کال کې تاسيس شو. دغه ګوند په لومړيو کې د اروپايي اتحاد خلاف سياست مطرح کاوه، خو په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو کې د اروپا مهاجرت په رامنځ ته کيدو سره يې د مهاجرت او اسلام ضد سياست غوره کړ.
انځور: Reuters
الکساندر ګاولند
الکساندر ګاولند د (اې.ايف.ډي) ګوند يو له مخکښو مشرانو څخه دی. ګاولند د سپتمبر ۲۴مې ټاکنو د لومړنيو پايلو د اعلان څخه د مخه په برلين کې د رسنيو او خپلو پلويانو په منځ کې د خبرو پر مهال.
انځور: Reuters/W. Rattay
تير ځل ټاکنو کې ناکامي
(اې.ایف.دې) د آلمان په مخکينۍ عمومي ټاکنو کې چې ۴ کاله مخکې ترسره شوې ناکام شو. هغه وخت دغه ګوند ونه توانيد پنځه سلنه رايې چې د آلمان د قانون له مخې پارلمان ته د ننوتلو شرط دی پوره کړي.
د ټاکنو لومړنيو پايلو پر اساس، (اې.ايف.ډې) د آلمان پارلمان له ۳۶۰ څوکيو څخه ۸۶ څوکي او د تازه ځينو نورو رپوټونو پر اساس ۹۴ يې خپلې کړې دي.
انځور: Getty Images/AFP/T. Schwarz
پر پولو د کنترول زياتيدل
دغه گوند په خپل مهاجر ضد سياست کې د اروپايي اتحاديې پر بهرنيو پولو د کنترول پر زياتيدو ټينګار کوي، هغه په دې دليل تر څو دغې اتحاديې ته غيرقانوني مهاجر را نه شي.
انځور: R. Atanasovski/AFP/Getty Images
فوري اخراج
د آلمان ښي اړخی يا «آلمان له پاره بديل» ګوند غواړي چې ټول رد شوي مهاجر دې بايد په فوري توګه خپلو هيوادونو ته اخراج کړل شي. دا په داسې حال کې ده چې د آلمان يو شمير نور ګوندونه او بشري سازمانونه بيا له دغه سياست سره مخالفت ښکاره کوي.
انځور: picture-alliance/dpa/S.Willnow
د اخراج خلاف حرکتونه
که (اې.اف.دې) د رد شويو مهاجرو پر فوري اخراج ټينګار کوي، ورسره جوخت بيا د آلمان يو شمير نور ګوندونه او بشري سازمانونه له دغه سياست سره مخالفت ښکاره کوي. په تير او روان کال کې د افغان مهاجرو د اخراج پر ضد هم د آلمان په مختلفو ښارونو کې ډيرلاريونونه وشول.
انځور: Getty Images/AFP/D. ROland
د پيسو بندول
دغه ګوند په خپلو بيانونو کې دا هم وايي چې پر رد شويو مهاجرو بايد مالي مرستې بندې او د اخراج بهير يې چتګ کړل شي.
اې ايف دې یا د آلمان له پاره بديل ګوند په خپلو بيانونو کې دا هم ويلي دي چې اسلام د آلماني ټولنې برخه نه شي ګرځيدلی. دغه ګوند پر آلمانې ژبه، فرهنګ او سنتي ارزښتونو ډير ټيڼګار لري.
انځور: M. Mozafari
شعار تر عمله
د ګوندنو په سياسي تګلارو او دريځونو کې بدلونونه شوني وي. دا چې وروسته له دې به (اې.ايف.دې) په خپل سياست، په ځانګړې توګه د اسلام او مهاجرو ضد دريځ کې عملاً څه کوي، آيا نرمښت به پکې راولي که نه، دا به تر دې وروسته د آلمان په نوي حکومت کې څرګند شي. انځورنه د دويچه ويله له آرشيف څخه.