1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياروپا

زیلنسکي د اټومي دستګاه د بیرته ورکولو غوښتنه کړې

۱۴۰۱ مهر ۱۵, جمعه

د اوکراین جمهوررئیس، ولود یمیر زیلنسکي د غریبانو څخه وغوښتل چي پر مسکو باندي فشار نورهم لوړ کړي. هغه پخپل ورځني ویدیو پیغام کي وویل، چي په دې ډول سره به روسیه د زاپروږیا د اټومي دستګاه بیرته ورکولو ته هم مجبوره سي.

Ukraine Atomkraftwerk Saporischschja
انځور: Sergei Malgavko/TASS/picture alliance

زیلنسکي هغه تقریبأ ۵۰۰ روسي عسکر چي هلته مستقر دي، «یو فاجعه امیزه خطر» وباله.

په عین حال کي هغه د بین المللي اټومي انرژۍ آژانس د رئیس، رافاییل ګروسي څخه مننه وکړه. ګروسي د کیف څخه د خپلي لیدني کتني پر مهال زیلنسکي ته ډاډ ورکړی ؤ، چي آژانس یې د زاپروږیا اټومي دستګاه یوازي د اوکراین ملکیت بولي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب