1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

زیلنسکي د روسيې له نورو بريدونو خبرداری ورکړ

۱۴۰۱ دی ۵, دوشنبه

د روان کال په وروستیو شپو ورڅو کې د اوکراین ولسمشر زيلنسکی،خپلو خلکو ته په ويدويې وينا کي د دښمن له نورو بريدونو خبردارې ورکړ.

اوکراين،جگړه ،چیرسون
انځور: Kherson Region Administration/AP/dpa/picture alliance

 

د روان کال څو ورځې پاتې کیدو ته په پام سره، د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي د خپل هیواد خلکو ته د روسیې له نورو بریدونو خبرداری ورکړی دی. زيلنسکي په خپل تازه ویډیو کې وویل، دښمن به هڅه وکړي چې دا وخت زموږ له پاره «تياره او ستونزمن» کړي. هغه د اوکراین په سويلي ښار خیرسن کې د شنبې د ورځې د بريد مسؤل کسان «وحشي» وبلل. د رسمي معلوماتو له مخې په دغه بريد کې ۱۶ کسان وژل شوي او تر ۶۰ زیات ټپیان شوی دي. ولسمشر ډاډ ورکړ چې هر قاتل به وموندل شي.