1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

زیلنسکي غواړي د بیجینګ د جګړې ختمولو پر طرحې وغږیږي

۱۴۰۱ اسفند ۶, شنبه

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي غواړي د بیجنګ د جګړې ختمولو پر طرحې د خبرو کولو له پاره د دغه هیواد له ولسمشر شي جين پینګ سره ملاقات وکړي.

Ukraine Präsident Selenskyj
انځور: Ukraine Presidency/Zuma/picture alliance

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي د جمعې (د فبرورۍ په ۲۴ نیټه) په ورځ وویل چې د روسیې د مخ پر زیاتیدونکي نړیوال نفوذ په پام کې نیولو سره هیواد یي باید له افریقا او لاتینې امریکا سره خپله همکاري لا زیاته پیاوړې کړي.

اروپايي اتحاديې د روسيې پر ضد د تحریمونو پر لسمې بستې توافق وکړ

پر اوکراین د روسیې د برید پیلیدو د یوه کال پوره کیدو په مناسبت زیلنسکي په خپله وینا کې د چین د سولې پروګرام په یادونې سره وویل چې د چین وړاندیز د دې خبرې پر لور اشاره ده چې چین هم د سولې په هڅو کې شامل دی.

زیلنسکي یوه مطبوعاتي کانفرانس ته د وینا پر مهال پر بیجینګ او نوي ډهلي غږ وکړ چې د «اوکراین د سولې فارمول» کې شامل شي. د یادونې وړ ده چې د کیف د سولې فارمول او د چین د سولې پروګرام کې توپیر موجود دی.

د کیف په پروګرام کې د اوکراین له خاورې څخه د روسي ځواکونو بشپړ وتل، د ټولو جنګي بندیانو خوشې کول، د اوکراین له پاره حفاظتي ضمانتونه او د روسیې د جنګي مجرمینو د محاکمه کولو له پاره د یوې ځانګړې محکمې رامنځته کولو په څیر مهمې غوښتنې شاملې دي.

ملګرو ملتونو له اوکراین څخه د روسیې د وتلو غوښتنه وکړه

چین او هند دواړو د اوکراین د جګړې په اړه د بې پریتوب دریځ خپل کړی دی او له روسیې سره یې نږدې اړیکې هم ساتلي دي. دا دواړه هیوادونه د ملګرو ملتونو د هغو ۳۹ غړو هیوادونو په ډله کې وو چې د "عادلانه او تلپاتې" سولې له پاره یې د ملګرو ملتونو سازمان د عمومي غونډې وروستی پریکړه لیک تصویب نه کړ.

د چین د سولې وړاندیز«یو څه» خو دی

د زیلنسکي د جمعې ورځې تر وینا مخکې چین له سیاسي لارې د دې جګړې د ختمولو له پاره ۱۲ ماده ایز پلان وړاندې کړ. خو د ناټو په ګډون د اوکراین نورو متحدینو او اروپايي اتحاديي د مسکو او بیجینګ ترمنځ د «نامحدود مشارکت» په یادولو سره په دې اړه شک او تردید څرګند کړی دی.

زیلنسکي وویل: «چین خپل نظر څرګند کړی دی. زه په دې خبرې باور لرم چې چین د اوکراین په هکله خبرې پیل کړي دي، چې دا کومه بده خبره نه ده. خو پوښتنه دا ده چې کلیمې څه تعقیبوي. پوښتنه په پړاونو کې ده چې په کوم لورې رهبري کیږي.»

د اوکراین ولسمشر وویل چې د چین په پروګرام کې داسې ټکي موجود دي چې دی ورسره موافق دی او یو څه «داسې هم دي چې مونږ ورسره موافق نه یو، لیکن دا یو څه خو دي».

نوموړي زیاته کړه چې د هغه له پاره تر ټولو مهمه خبره دا ده چې چین روسیې ته وسلې وانستوي: «زه تر ټولو زیات پر دې خبرې باور کول غواړم چې چین به روسیې ته وسلې وا نستوي او دا خبره ماته مهمه ده.»

د اوکراین ولسمشر وویل چې هغه د چین له ولسمشر سره د خبرو له پاره هیله مند دی، خو په دې اړه یي جزویات ور نه کړل چې دا به څنګه ممکن کیږي.

چين د روسيې او اوکراين ترمنځ اوربند او د سولې خبرې وغوښتې

زیلنسکي وویل: «زه اراده لرم چې له شي جين پینګ سره ووینم او زه باور لرم چې دا به زمونږ هیوادونو او د نړۍ د امنیت له پاره ګټور ثابت شي.»

زیلنسکي په هیله بخښونکي لهجې خبرې کولې. د یوې پوښتنې په ځواب کې هغه وویل چې د جګړې تر ټولو خرابه شېبه کیف ته نږدې بوچا کلي کې د خلکو وژنه وه. خو هغه وویل چې تر ټولو ښه شېبه لا نه ده راغلې او هغه به د «بریالیتوب ورځ» وي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ص

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب