1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياروپا

زیلنسکي پر روسیې باندي د «مینونو د ترهګرۍ» تور لګوي

۱۴۰۱ آذر ۱۸, جمعه

د اوکران جمهوررئیس، ولود یمیر زیلنسکي بیا د روسیې څخه د اوکراین په خاوره کي د مینونو د خطر شکایت کړی دی.

Russland-Ukraine Krieg | Todesopfer in Bucha
انځور: Vadim Ghirda/AP/dpa/picture alliance

هغه پخپل ورځني تازه ویدیويي پیغام کي ویلي دي چي دا د روسیې د «ترور یو بل ډول» دی، چي غواړي هیواد یې کلونه کلونه ورسره مصروف پاته سي.

هغه پر روسیې باندي تور ولګاوه چي میونونه یې قصدأ د ملکي خلګو په مقابل کي هم د مرګ د یوه خطر په حیث پرې ایښي او ښخ کړي دي. په خبره یې مطمئینه دی چي د جنګ تر ختمیدو وروسته به د «مینونو ترهګري» د روسیې پرضد د جنګي جنایتونو د دعوی یوه جزء هم وي. 
 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب