زیلنسکي په استانبول کي له پوتین سره د لیدو په هکله تیاری وښودانځور: Vitalii Nosach/AP Photo/picture alliance
اعلان
زیلنسکي د یکشنبې په ورځ د ایکس پر پلتفورم ولیکل: «زه به د پنجشنبې په ورځ په ترکيه کي د پوتین په تمه واوسم. شخصاً. هیله لرم چي روسیه دا ځل د کومې بهانې په لټه کي نه سي.»
مخکې له دې پوتین د دواړو هیوادو ترمنځ د سولې د خبرو اترو وړاندیز رد کړی وو. پوتین په یوې ټلویزیوني وینا کي چي د اروپا پر وخت د یکشنبې په ماښام او په امریکا متحده ایالاتو کي د تر ټولو زیات لیدونکو پر وخت خپره سوه، وویل چي پرته له قید وشرط خبرې اترې باید د پنجشنبې په ورځ په استانبول کي پیل سي.
د آلمان صدراعظم فریدریش میرڅ، د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون، د بریتانيا صدراعظم کی یر استارمر او د پولنډ صدراعظم دونالډ توسک، هم له شنبې ورځې راهیسې د یوه ناڅاپي سفر په ترڅ کي د یوه دیرش ورځني اوربند غوښتونکي سول. هغوی د دغه کار له پاره د امریکا متحده ایالاتو او نورواروپایی هیوادونو له ملاتړ څخه برخمن وو.
پوتین په خپله ټلویزیوني وینا کي جواب ورکړ چي په اول سر کي یې د زیلنسکي او نورو مشهورو اروپایي سیاستوالو شکمن غبرګونونه راوپارول.
خو پس له هغه د امریکا متحده یالاتو ولسمشر دونالډ ترمپ د "تروث سوشیل" په پلټفورم کي له زیلنسکي وغوښتل چي په ترکيه کي د لیدنې کتنې له پاره به د پوتین وړاندیز ومني. ترمپ ولیکل «پوتین له اوکراین سره د اوربند غوښتونکی نه دی، بلکي هغه غواړي د پنجشنبې په ورځ په ترکیې کی د احتمالي وینې تویولو په اړه خبرو اترو له پاره یوه ناسته ترسره سي.« ترمپ زیاته کړې ده: »اوکراین باید سمدستي له هغې سره موافقه وکړه.»
ترمپ لیکلي دي چی پس له هغه به دواړې خواوې حداقل دا وټاکي چی آیا توافق ممکن دی او که څنگه. په غیر له هغه به اروپا او امریکا متحده ایالات لږترلږه له وضعیت څخه یو تصویر ولري او «کولای سي د هغه له مخې اقدام وکړي.»
زیلنسکي ترکیې ته د خپل سفر تر اعلان وروسته له دوشنبې ورځي څخه پر اروبند ټینگار وکړ. نوموړي زیاته کړه چي که روسیه له هغه څخه سرغړونه وکړي، اوکراین به هم په هم هغه شکل جواب ورکړي.
د جرمني صدراعظم فریدریش میرڅ ټینګار کړی دی :« په اول سر کي باید وسلې بندي سي او وروسته خبرې اترې پیل سي.» د فرانسې ولسمشر، امانویل ماکرون دغه وړاندیز لومړنی گام خو کافي بللی دی. ماکرون د اوکراین له پایتخت کیف څخه د راستنیدو پر مهال وویل چي پوتین د وخت د ترلاسه کولو په لټه کي دی.
میرڅ ویلي دي که روسیه اوس له خبرو اترو سره لیوالتیا وښيي، نو دا به په لومړي سر کې یوه ښه نښه وي، مګر دا به "کافي نه وي". هغه زیاته کړه: "موږ تمه لرو چې مسکو به پر یوه اوربند موافقه وکړي چې په لومړي پړاو کې ریښتینې خبرې اترې ممکنې کړي." د هغه په وینا، د خبرو اترو له پاره د فضا د رامنځته کولو له پاره اوس دیرش ورځنی اوربند مهم دی. هغه زیاته کړه چې اوکراین لا دمخه پر هغه باندي "پرته له پوښتنې" موافقه کړې وه.
لکه څرنگه چي دواړو خواوو تائید کړې ده، پوتین په راتلونکو ورځو کي په استانبول کي د خبرو اترو د پیل کیدو په هکله، د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان، سره تیلیفوني مشوره کړې ده. د اردوغان د دفتر په خبره، هغه د دغو خبرو اترو له پاره کوربه توب ته تیار دی. د ترکي سرچینو په حواله، اردوغان له ماکرون سره په یوې جلا اړیکه کي ویلي دي چي «د عطف تاریخي نقطه» ترلاسه سوې ده او باید له فرصت څخه گټه واخیستل سي.
د مسکو په سره ميدان کې پر نازي آلمان باندې د بريا د ۸۰يمې کلیزې په مناسبت رسم ګذشت ترسره شوه. پوتين، په دې ترڅ کې په اوکراين کې د مسکو د بريا خبره وکړه. د دغه پوځي پريټ نور جزيات د انځورونو په دې ګالري کې کتلی شئ:
انځور: van Sekretarev/Host agency RIA Novosti/Handout/REUTERS
د دويمې نړيوالې جګړې يادون او سياسي او اديالوژيکي اهداف
د می نهه نیټه چې هر کال د روسي کورنيو له لوري د «بريا د ورځې» په توګه د شخصي یادونو سره لمانځل کيږي، خو حکومت تل هڅه کوي چې دا ورځ د خپلو سياسي موخو له پاره وکاروي. دا څرګندونې په خټه روسی کارپوه اليکس يوسپوف، وکړي. د روسیې ولسمشر ولاديمير پوتين، د جمعې په ورځ د می ۹مه د مسکو په سره مېدان کې د پوځي پریټ پر مهال پر اوکراين د بريا خبره وکړه.
انځور: Alexander Kryazhev/Host agency RIA Novosti/Handout/REUTERS
پوتین او شي
د يو شمیر کارپوهانو په آند پوتين، هڅه کوي چې دا پريټ تر ډېره بريده «نړيوال ښکاره» کړي او نړيوال مشران به هم دلته د دغه بريا د لمانځلو په موخه راځي. خو پوتين هڅه کوي د هغوی له حضوره څخه د يوه ابراز په توګه ګټه پورته کړي. په دې انځور کې له پوتین سره له پوځي پريټ څخه د کتنې پر مهال د هغه نژدې متحدینو له هغې جملې څخه ېې چینايي سیال شی جین پینګ، هم حضور درلود