1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

زیلنسکي یو وار بیا د درنو وسلو غوښتنه کړې

۱۴۰۱ فروردین ۷, یکشنبه

د اوکراین ولسمشر یو وار بیا نړیوالو ته د مرستې لاس اوږد کړی دی. اوکرایني ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي له نړیوالې ټولنې د درنو وسلو غوښتنه کړې ده. نوموړي په تندې لهجې لویدیځ مخاطب کړی دی.

Ukraine-Krieg - Katar - Videobotschaft von Präsident Selenskyj Doha
انځور: Lujain Jo/dpa/AP/picture alliance

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي، هم د پولنډ له ولسمشر اندري دودا، سره د ویډیوي کنفرانس په ترڅ کې او هم د یکشنبې په شپه یو وار بیا په یوه ویډیوي وینا کې له لویدیځ څخه د جنګي جیټ الوتکو او ټانکونو په شمول د درنو وسلو غوښتنه کړې ده.

زیلنسکي وویل: «مونږ لا زیاتو وسلو ته اړتیا لرو، څو نه یوازې له اوکراین، بلکې د ختیځ اروپا له ټولو هغو هیوادونو څخه ساتنه وکړو چې روسیې هغه په برید ګواښلي دي.» د هغه په خبره دا موضوع باید یو وار بیا د امریکا متحده ایالاتو او پولنډ له استازو سره په لیدنه کې واضح شي.

د اوکراین ولسمشر په تندو الفاظو وویل: «ناټو څه کوي؟ آیا له روسیې نه هدایت اخلي؟ څه ته منتظر یاست؟ د روسیې له برید څخه ۳۱ ورځې تیرې شوي دي. مونږ یوازې یو سلنه د هغه څه چې ناټو یي په اختیار کې لري، غوښتنه کوو، نه تر دې ډیر.»

مخکې تر دې د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دیمیترو ایوانوویچ کولیبا، په پولنډ کې د امریکا له ولسمشر جو بایډن سره تر لیدنې وروسته ویلي و چې متحده ایالات اوکراین ته د جنګي جټ الوتکو استولو وړاندیز سره هیڅ مخالفت نه لري. کولیبا وویل چې «اوس د پولنډ نوبت دی».

په وارسا کې د پولنډ حکومت د مارچ میاشتې په ۸ نیټه په غیر مترقبه ډول امریکا ته وویل چې حاضر دی چې د میګ ۲۹ ډوله ټولې جنګي الوتکې د آلمان په رامشټاین کې د امریکا متحده ایالاتو هوایي ځواکونو اډې ته انتقال کړي او امریکا متحده ایالات کولی شي دغه الوتکې له هغه ځایه د اوکراین په اختیار کې ورکړي. خو واشنګټن په هغه وخت کې دغه وړاندیز رد کړی و.

د امریکا د دفاع وزارت خبرداری ورکړی و چې دا کار کیدای شي ناټو ته په یوه سرخوږي بدل شي.

(AFP) Sn, Kh

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل