زیلینسکي د اوکراين وګړي سخت ژمي ته چمتو کوي
۱۴۰۱ آذر ۷, دوشنبه![Ukraine humanitäre Hilfe und die Kriegsschauplätze](https://static.dw.com/image/63900395_800.webp)
اعلان
ولاديمير زلنسکي په خپل ورځني ویډیویي خطاب کې ويلي دي چې روسیه به تر هغه وخته ارامه نه کښيني، چې توغندي ولري. د اوکرایین د بریښنا او حرارتي بریښنا پر فابریکو باندې د روسیې هدفي بریدونو ته په پام سره، زیلینسکي په اوکراینیانو غږ وکړ چې متحد شي. نوموړي وويل، هغه خلک چې مرستې ته اړتیا لري، باید د کال د سوړ موسم په بهير کې ورسره ځانګړې مرستې وشي. په دغه سړه هوا کې ډیری اوکرایني کورنۍ په موقتي توګه یا حتی په بشپړه توګه بريښنا، د تودوخي وسايلو او اوبو ته لاس رسی نه لري.