شخړياروپا
زیلینسکي د اوکراین د جنګ خونړی بیلانس ورکړی
۱۴۰۱ آذر ۲۹, سهشنبه
اعلان
هغه پخپل تازه ویدیويي پیغام کي ویلي دي چي تر اوسه پوري ۹۹۰۰۰ روسي عسکر وژل سوي چي ډیر ژر به یو لک تنو ته ورسیږي.
د هغه په خبره د مسکو رهبرۍ جنګ شروع کړی او د انسانانو ژوند اخلي. او دا یوازي په دې خاطر، چي په کریملین کي یوه ډله نه پوهیږي چي څنګه خپلي غلطۍ او اشتباهات ومني.
روسیې پر خپل همسایه دغه هیواد باندي د فبرورۍ پر ۲۴ باندي حمله وکړه او همدا نن سه شنبه یې دقیقأ ۳۰۰ ورځي پوره سوي.