1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

زیلینسکي: د جګړې پای په مرستو پورې اړه لري

۱۴۰۲ تیر ۲۵, یکشنبه

د اوکراين ولسمشر وايي، د دغه هیواد پر وړاندې د جګړې پای د نړيوالو مرستو په اندازې پورې اړه لري. سویلي کوریا هم له اوکراین سره د مرستو ژمنه کړې ده.

زیلینسکي وویل: «د نړیوال قانون پر بنسټ د بشپړ ځواک بیا رغونه یوازې د اوکراین د ټولې خاورې په آزادولو سره ممکنه ده.»
زیلینسکي وویل: «د نړیوال قانون پر بنسټ د بشپړ ځواک بیا رغونه یوازې د اوکراین د ټولې خاورې په آزادولو سره ممکنه ده.»انځور: Ints Kalnins/REUTERS


د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي ، د شنبې پر ورځ کیف کې په خپل ورځنې پيغام کې وویل:« اوس د اوکراین د جګړې ژر پای مسقیما پر نړیوال ملاتړ پورې اړه لري.موږ هر هغه کار چې کولی شو ترسره کوو ترڅو ډاډ ترلاسه کړو چې ملاتړ ډیر او له محتوا ډک وي»

زیلینسکي وویل چې اوکراین« په ټول هیواد او ټولو خلکو ته د سولې د بیا راوستلو لپاره به په ټولو نړیوالو برخو کې کار وکړي»

اوکراین: د امریکا د کلسټر بمونو لومړۍ کارګو راورسیده

نوموړي په خپلو خبرو کې دا هم وویل: « موږ نه شو کولی خلک، ښارونه او کلي د روسیې تر اشغال لاندې وساتو. هر هغه ځای کې د روسیې اشغال وي هلته تاوتخیوالی او سپکاوی واکمن پاتې کیږي.»

زیلینسکي وویل: «د نړیوال قانون پر بنسټ د بشپړ ځواک بیا رغونه یوازې د اوکراین د ټولې خاورې په آزادولو سره ممکنه ده.»

«روسي پوځ د کريميا پر بندر د اوکراين ۹ بې پلوټه الوتکې وويشتلې»

د شنبې په ورځ زیلینسکي په کییف کې د سویلي  کوریا له ولسمشر یون سیوک یول سره هم وکتل. دا اوکراین ته د یون لومړی رسمي سفر و. سویلي کوریا له اوکراین سره خپلې مرستې ۱۵۰ میلیونو ډالرو ته زیاتې کړې چې د تېر کال په پرتله ۵۰ میلیونه ډالره زیاتې دي.

سویلي کوریا له اوکراین سره خپلې مرستې ۱۵۰ میلیونو ډالرو ته زیاتې کړې چې د تېر کال په پرتله ۵۰ میلیونه ډالره زیاتې دي.انځور: Jae C. Hong/AP Photo/picture alliance

په کییف کې د زیلینسکي د دفتر د معلوماتو له مخې، په دې غونډه کې د سویلي کوریا ولسمشر له اوکراین سره د دغه هیواد د زیربناوو د بیارغونې او ماین پاکۍ په برخه کې ژمنه وکړه.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب