زیلینسکي: روسیې تر ۵۰۰ ډېر توغندي توغولي دي
۱۴۰۲ دی ۱۳, چهارشنبهد ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنر فولکر ترک، دفتر د سه شنبې په ماښام په ټولنیزې رسنۍ ایکس ( پخواني ټویټر) لیکلي: «په اوکراین او روسیه کې په لسګونو ملکي وګړي د دښمنۍ په زیاتیدو سره وژل شوي دي.»
نړیوال بشردوستانه قانون پر ملکي تاسیساتو بریدونه منع کوي. فولکر ترک د ملکي وګړو د ساتنې او د نړیوالو قوانینو د رعایت له پاره د «تاوتریخوالي کمولو» سمدستي غوښتنه کړې ده.
په دې وروستیو کې پر اوکراین د روسیې د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو بریدونه ډیرشوي دي. د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي په وینا، روسیې په وروستیو ورځو کې په سلګونو توغندي او د بې پیلوټه الوتکو بریدونه کړي چې ګڼ کسان یې وژلي یا ټپیان کړي دي.
هغه په ایکس ټولنیزې رسنۍ لیکلي: «په تیرو پنځو ورځو کې، دښمن لږترلږه ۵۰۰ توغندي او ډرون د اوکراین په لور توغولي دي.» هغه د انګلستان له لومړي وزیر سره په ټیلیفوني خبرو کې د خپل هیواد د هوايي دفاعي سیسټم د ملاتړ له امله مننه وکړه. نوموړي ویلي د بریتانیا له لومړي وزیر سره یې ټیلفوني خبرې کړي.
هغه په ټویټر لیکلي چې د برتانیا لومړي وزیر ریشي سوناک د اوکراین د هغو قربانیانو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه چې د کریسمس په ورځ د روسیې په «وحشیانه هوایی بریدونو» کې ټپیان یا وژل شوي دي.
سوناک وویلي: «بریتانیا به په ۲۰۲۴ کال او تر هغې وروسته د تیري او اشغال په وړاندې مبارزه کې د اوکراین تر څنګ ودریږي.»
د چارواکو په وینا، د روانې اونۍ په پای کې د روسیې په بلګراد ښار کې د اوکرایني ځواکونو په بمباریو کې ۲۴ ملکي وګړي وژل شوي دي. دا په نږدې دوه کلنه جګړه کې د روسیې لپاره تر ټولو لوی ځاني زیان دی. ولادیمیر پوتین، چې ادعا کوي روسي ملکي وګړي وژل شوي، پر اوکراین د بریدونو د ډیروالي اعلان کړی.
پر اوکراین د روسیې د پوځي یرغل نیږدې دوه کاله تېر شول. د روسیې پوځ، د نوي ۲۰۲۴م کال له پیل مخکې بریدونه دا په ډاګه کوي چې له هرې خوا د خپل ګاونډي هېواد هر کونج په نښه کولای شي.