زیمبابوې افغانستان ته ماتې ورکړه
۱۳۹۳ تیر ۲۹, یکشنبهد زیمبابوې د کرکیټ ملي لوبډلې ټاس یا پچه وگټله او د افغانستان ملي لوبډلې ته یې د منډو جوړلو بلنه ورکړه. افغان لوبډلې په ټاکل شوو پنځوسو اوورنو کې د ۷ لوبغاړو پر سر ۲۵۶ منډې جوړې کړې او زیمبابوې ته یې د ۲۵۷ منډو هدف وټاکه. دا له زیمبابوې سره د افغانستان دویمه یوه ورځنۍ لوبه وه چې تر سره یې کړه. افغانستان خپله لومړنۍ لوبه چې د جولای میاشتې پر ۱۸ تر سره شوې وه هم بایللې وه.
د تیرې لوبې په پرتله نن افغان بېټسمېنان یا توپ وهوونکي ښه وځلیدل. د افغانستان له لوري تر ټولو زیاتې منډې عثمان غني وکړي. هغه په یوازې سر پر ۱۴۳ توپونو د ۱۲ څلوریزو او یوې شپږیزې پر مټ ۱۱۸ منډې جوړې کړې. د افغانستان لومړنۍ وېکټه د ۳۳ په مجموعي منډو ولویدله. نور علي ځدراڼ د ۱۳ منډو د جوړولو وروسته وسوځید. د دوهمې ویکټې شراکت ښه وو او د ۹۴ په مجموعي منډو د افغانستان دوهم لوبغاړی وسوځید. د افغانستان له لوري محمد نبي او رحمت شاه ۲۲، ۲۲ منډې جوړې کړې. گلبدین د ۲۳ منډو په جوړولو سره تر آخره ناسوځیدلې پاتې شو.
خو افغان بالران یا توپ اچوونکي ښه و نه ځلیدل او پر دې و نه توانیدل چې د زیمبابوې د بېټسمېنانو د منډې جوړولو مخه ونیسي. کوربه لوبډلې په ډیر مهارت سره لوبه پیل کړه او دواړو اوپنرانو یې ډیره ښه لوبه وکړه. د زیمبابوې لومړنۍ وېکټه د ۲۲۴ په مجموعي منډو ولویده. سوځیدونکی لوبغاړی هېملتون مساکدزا، وو چې د لسو څلوریزو او یو شپږیزې پر مټ یې ۹۳ منډې جوړې کړې.
د زیمبابوې دوهم سوځیدونکی لوبغاړی سکندر مرزا وو چې د ۲۵۵ په مجموعي منډو وسوځید. هغه په ۱۳۳ توپونو د یوولسو څلوریزو او ۷ شپږیزو پر مټ ۱۴۳ منډې جوړې کړې. د افغانستان له لوري شرف الدین اشرف او سمیع الله شینواري یو، یو لوبغاړې وسوځاوه. په پای کې د زیمبابوې لوبډلې ټاکل شوی هدف په ۴۴ اوور کې د ۲ لوبغاړو په سوځیدو سره افغانستان ته ماتې ورکړه.
په پام کې ده چې د افغانستان زیمبابوې د لوبډلو تر منځ به به دریمه او څلورمه یوه ورځنۍ لوبه د جولای میاشتې پر ۲۲مه او ۲۴م نیټه تر سره شي. پر دې سربیره به د دواړو لوبډلو تر منځ به دوه څلور ورځنې لوبې چې ورته ټېسټ میچونه ویل کیږي هم تر سره شي.