سارکوزي له افغانستان څخه د فرانسې د پوځيانو د وتلو پلوي کوي
۱۳۸۶ اردیبهشت ۷, جمعهاعلان
دغه څرگندونې نوموړي د فرانس 2 له ټلويزيوني شبکې سره په خبرو کې وکړې. د فراسنې د باندنيو چارو وزير فيليپ دوست بلازي زياته کړه چې په افغانستان کې د پاتې کېدو چاره د فرانسې له دريځ سره سمون نه خوري چې هر هېواد دې »مستقل وي، ملي خپلواکي او ځمکنۍ بشپړتيا« ولري. نوموړی دغه څرگندونې په داسې حال کې کوي چې د فرانسې د يوې مرستندويې ټولنې کارکونکي د طالبانو له خوا يرغمل شوي دي. طالبانو گواښ کړی دی چې دغه دوه تنه به ووژني که فرانسه د يوې اونۍ په موده کې خپل لښکر له افغانتسانه ونه باسي. دا مهال 1100 فرانسوي سرتېري په افغانستان کې ځای په ځای شوي دي.