1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

سالنډي څه ډول يوه ناروغي ده؟

۱۳۹۸ اردیبهشت ۱۹, پنجشنبه

سالنډي يوه اوږد مهاله تنفسي ناروغي ده چې ډیری اغیزمن کسان ترې ټول عمر کړيږي. په دې مرض کې سږي التهابي کيږي چې توخی، نفس تنگي، د ساه اخيستو پر وخت مشکلات او د سينې د خرهاري غږونه ورسره مل وي.

01.10.2015 DW fit und gesund Lunge
انځور: colorbox

سالنډي څرنگه رامنځته کيږي؟

د سالنډۍ د ناروغتيا په ترڅ کې په سږو کې د تنفس لارې التهابي کيږی او تنگيږي چې په دې توگه په سږو کې د گازو د تبادلې مخه نيول کيږي. اغیزمن کسان په ځانگړي توگه په سا اخيستو کې ستونزه پيدا کوي. له سږو څخه په کاربن ډايي اوکسايد ککړه هوا په سمه توگه بهر ته نه شي اخراجيدلی. ناروغ د سا د بنديدو احساس کوي ځکه په سا اخيستو کې خلل رامنځته کيږي او سږو ته د تازه اکسيجن د داخلولو اړتیا زياتيږي.

خو ناروغان کافي اندازه هوا سږو ته نه شي داخلولی ځکه له سږو یې پخواني هوا په بشپړه توگه خارجه شوي نه وي. په دې توگه نفس تنگي رامنځته کيږي او يوه شيطاني کړۍ جوړيږي چې مريض يې په آرام او په شعوري توگه د سا اخیستو له لارې ماتولی شي.

د حملې په صورت کې باید څه وشي؟

د سالنډي د يوې سختې حملې پر وخت اړينه ده چې سړی آرام پاتې شي. ناروغ بايد سم کښيني او د خپلو لاسونو لاندینۍ برخه پر خپلو ورنونو تکيه کړي. که سړی ولاړ وي نو بايد دواړه پښې يو له بله جلا کړي او لاسونه پر زنگونو کيږدي. دې ته د «گول کيپر» په څېر دريدل وايي. دا مرسته کوي چې د اوږو، سينې او ملا ټول هغه عضلات چې په سا اخیستو کې مرسته کوي، په کار واچول شي.

تر دې وروسته باید سړی د تر یوې اندازې پورې له بندې خولې په سږو کې موجوده هوا په کرار کرار خارجه کړي. د «شونډو بندول» په اتوماتيک ډول د سا اخیستو تسلسل ماتوي او په دې توگه مرسته کوي چې د نفس تنگۍ مخه ونيوله شي.

انځور: picture alliance/dpa/empics/P. Byrne

تر دې وروسته بايد مريض ته اغيزمن درمل ورکړل شي. په عمومي توگه ناروغانو ته دغه درمل د استنشاق یا تنفسي آلې له لارې ور کول کيږي. دا د برونشيا يا په سږو کې د موجودو هوا د کوچنيو نلونو د پراخيدو باعث کيږي او په دې توگه مريض ته سا اخیستل آسانيږي. خو که چېرې د ناروغ حالت ښه نه شي نو بايد ژر تر ژره له يوه ډاکتر سره تماس ونيول شي.

په سالنډۍ د اخته کيدو علتونه

ډاکترانو تر اوسه دا علت چې ولې ځيني انسان په سالنډۍ اخته کيږي او نور ترې بيا خوندي وي، په بشپړه توگه روښانه کړی نه دی. د دې احتمال چې په دې برخه کې دې «جینونه» نقش ولري شته: يعني ښايي ارثي وي. خو بهرني عوامل یې په رامنځته کيدو کې عمده نقش لوبوي. دا په ځانگړي توگه د حساسيت له وجې پر رامنځته شوې سالنډۍ صدق کوی.

دا حساسيتونه په هوا کې د يو شمير زهرجنو مواد له وجې رامنځته کيږي چې د مثال په توگه په رنگونو کې د کيمياوي موادو څخه نيولې بيا په سریشو او مصنوعي توکو کې چې د بخار کيدو په صورت کې هوا ته پورته کیږي.

حساسيتونه د سالنډي په رامنځته کيدو کې ډېر مهم نقش لريانځور: picture-alliance/dpa

همدا راز د باکتريا او يا ويروس له کبله رامنځته شوې ناروغي هم په سالنډي د اخته کيدو باعث کيدلی شي. ځينې درمل هم د سالنډۍ د رامنځته کيدو علت گرځي.

  اغیزمن بايد څه وکړي؟

لومړی اړينه ده چې د سږو او حساسيت د متخصصينو په مرسته سړی پر دې ځان پوه کړي چې کوم ډول سالنډي لري. په حساسيت اخته کسان له هغو شيانو څخه د امکان تر حده بايد ډډه وکړي چې د اسما يا سالنډي په رامنځته کيدو کې نقش لوبوي. همدا راز ډېر وزرش يا سپورت هم د سالنډۍ د حملې باعث گرځيدلی شي.

همدا راز هغه اغیزمن کسان چې زيات جسمي کار نه کوي، هم بايد خپل تنقس ته پام ولري ځکه رواني فشار او ستريس هم د نفس تنگۍ باعث گرځي. همدا راز د ډېرې گرمې او يا ډېرې يخې هوا تنفسول هم د اسما د حملې علت کيږي. همدا شان په سالنډي اخته کسان ځينې ځانگړي درمل بايد ونه کاروي. تر ټولو مهمه داده چې د سږو د ډاکتر پر لارښوونو سم عمل وشي او درمل په منظم ډول وکارول شي او د سا اخيستو تخنيکونه تمرين شي.

B.S/S.M (Fabian Schmidt)

زموږ له آرشيف څخه: 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل