سان سوچي د ۲۴ کالو وروسته بهر ته سفر کوي
۱۳۹۱ خرداد ۸, دوشنبهاعلان
د برما د اپوزيسون مشره سان سوچي تر ۲۴ کالو وروسته د لومړي وار له پاره کوم بهرني هیواد ته سفر کوي. د نوبل د سولي د جايزې دغه ګټونکي د بنکاک په اقتصادي کنفرانس کي برخه اخلي.
سان سوچي تقريبأ ۲۰ کاله په نظربندۍ کي تيري کړي دي. دغه ۶۶ کلنه د ۲۰۱۰ کال په وروستی میاشت کي آزاده سوه او د اپريل د میاشت په ضمني ټاکنو کي ئې پارلمان ته لار پيدا کړه.
برما چي د څو لسيزو راهيسي د يوه نظامي حکومت له خوا رهبري کيده، د يوه کال راهيسي ورباندي ملکي حکومت واکمن دئ. لویدیځ هم په ځواب کي پرې اقتصادي بنديزونو راکم کړل. سان سوچي به د جون په مياشت کي اروپا ته هم سفر وکړي.