سان سوچي وايي د روهنګيا اقليت پر ضد زور زياتی نه غواړي
۱۳۹۶ شهریور ۲۸, سهشنبه
د ميانمار مشرې اونګ سان سوچي د روهنګيا په هکله ملت ته په خپله وينا کې وويل چې د روهنګيا پر ضد د زورزياتي غوښتونکې نه ده او دا بحران به پای ته ورسوي. خو آیا نوموړې به د پوځ مخه ونيولای شي؟
اعلان
«موږ ټول سوله غواړو او جګړه نه خوښوو» د دې جملې په ويلو سره د ميانمار مشرې اونګ سان سوچي د پوځ له خوا د روهنګيا مسلمانانو د تعقيب په اړه خپل دريځ روښانه کړ. نوموړې په خپله هغه تلويزيوني وينا کې چې يوه اوونۍ تر مخه اعلان شوې وه، په لومړي ځل د روهنګيا مسلمان اقليت پر ضد زورزياتی په ښکاره وغانده.
سوچي په راخين ايالت کې «له بشري حقونو څخه د سرغړونو» يادونه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې دا د هغو «ټولو انسانانو» په درد درديږي چې دې بحران اغيزمن کړي دي. سربيره پر دې هغې وويل چې چمتو ده بهرنيو څارونکو ته هيواد ته د سفر اجازه ورکړي. خو د نوبل د سولې جایزې ګټونکي د پوځ د نقش په اړه څه ونه ويل.
همدا راز سان سوچي غواړي چې ګوند یې چې په ميانمار کې تر څو لسيزو پوځي حکومت وروسته واک ته رسیدلی، د هيواد په شمال لويديځ کې د مهاجرو بحران په سوله ايز ډول پای ته ورسوي.
له راخينه د بنګله ديش تر کوکس پوري د روهنگيا هجرت
د روهنگيا مسلمانانو بحران ورځ تر بلې سختيږي. تر اوسه څه باندې ۴۰۰ زره روهنگيا مهاجر له خپلو کورو تښتيدلي او بنګله ديش ته مهاجر شوي دي. دويچه ویلې د روهنگيا د هجرت انځوريز رپوټ چمتو کړی دی.
انځور: DW/M.M. Rahman
اوږدې لارې
د ميانمار له راخينه ايالت څخه په زرونو روهنگيا مهاجر د اوږدو لارو په وهلو ځانونه بنگله ديش ته رسولي دي. په غیږ کې ماشوم او پر سر له درونو بارونه سره له خټو پر ډکو لارو او پولو باندي پلې مزلونه اسانه نه دي. دا انځور په بنگله ديش کې د ډیکناف لمبر بل له سيمې څخه دی.
انځور: DW/M.M. Rahman
د خټو چقړو ډکې لارې
د سفرونو پر مهال د خټو ډکې ډيري داسې لارې په مخ راځي چې ښځې او ماشومان اړ وي له هغو څخه په لوڅو پښو واوړي.
انځور: DW/M.M. Rahman
د ناروغانو ليږد تر ټولو ستونزمن
خپل کور او اسباب به پريښودل شي خو د ناروغو مشرانو پريښودل هيڅ امکان نه لري. په تصوير کې دوه ځوان روهنگيا د خپلې کورنۍ يوه زړه ناروغه ښځه له سختو لارو پر اوږو انتقالوي.
انځور: DW/M.M. Rahman
د اګست ۲۵مه د تاوتريخوالو پيل
د ميانمار پوځ د روهنگيا مسلمان اقليت پر وړاندي تاوتريخوالی د اګست مياشتې تر ۲۵مې وروسته پیل کړ. په دغه اخ و ډبونو کې تر ټولو زيات ماشومان او ښځې زيانمني شوي. د بيځايه شويو په شمير کې هم ښځې او ماشومان زيات دي.
انځور: DW/M.M. Rahman
د روهنگيا جنگياليو بريدونه
د اګست مياشتې پر ۲۵مه، کله چې روهنگيا جنگياليو د پوليسو پر پوستو بريدونه وکړل، له هغه وروسته د ميانمار پوځ هم ځوابي اقدام وکړ. په دغو جگړو کي تر ټولو زيات زيان هم روهنگيا مسلمانانو ته اوښتی.
انځور: DW/M.M. Rahman
درانه تلفات هم د روهنگيا په برخه
د رپوټونو پر اساس د راخينه په جگړو کې لږ ترلږه ۴۰۰ تنه ووژل شول، په مړو کې تر ټولو زيات يې روهنگيايان ول. هغه وخت يوې ميانمارۍ رسنۍ هم ويلي ول چې په ۴۰۰ تنو وژل شويو کې ۳۷۰ تنه يې روهنگيان دي.
انځور: DW/M.M. Rahman
د «نف» سيند
له ميانمار څخه بنگله ديش ته د اوښتو په لار کې د خټيونو لارو تر څنګ سيندونو هم په مخ راځي چې روهنگيا بايد ترې پوري وځي. په دغه انځور کې مهاجر د «نف» په نامه يوه سيند څخه په ډيره عادي کښتۍ کې د تيريدو په حال کې دي.
انځور: DW/M.M. Rahman
ميانمار تورونه ردوي
د ميانمار حکومت هغه تورونه ردوي چې ګواکې د روهنګيايي مسلمانانو د ځپلو په موخه يې عمليات جاري ساتلي تر څو يې له دې لارې هغوی وژلي او يا یې له هيواده شړلو ته اړ کړي وي.
انځور: DW/M.M. Rahman
سرحدي سيمي
روهنگيا مسلمانان بنگله ديش ته د رسيدلو په موخه د پولې له مختلفو سيمو څخه کار اخلي. خو تر ډیره د ټيکناف او نيخن کهړي له سيمو څخه اوړي.
انځور: DW/M.M. Rahman
له سوځيدلو کورونو څخه پورته شوي لوګي
د روهنگيا مسلمانانو د سوځيدو په حال کې کورونه. د اور لوګي د «نف» سيند له پوري غاړې ښکاري چې د بنگله ديش له ټيکناف سيمې څخه تيريږي.
انځور: DW/M.M. Rahman
۲۶۰۰ کورنو سوځول شوي
د ميانمار حکومت د سپتمبر پر دويمه وویل چې په لويديځ ايالت راخينه کې د وروستيو تر ټولو بدو پيښو پر مهال۲۶۰۰ کورونه سوځول شوي دي. ميانمار تور لگولی وو چې د کورونو په سوځولو کې خپله روهنگيا لاس لري.
انځور: DW/M.M. Rahman
له انسانانو سره څاروي هم
ځيني روهنګيايي مهاجرو بنگله ديش ته له ځانه سره خپل څاروي هم راوستلي دي. دغه مهاجر د «نف» سيند له لاري پوريوزي.
ملګرو ملتونو يوه مرستندويه سازمان د یکشنبې په ورځ ( سپتمبر ۱۷) وویل چې د روهنګيا مهاجرو شمير ۴۱۰ زرو ته رسيدلي دی. دغه سازمان د امکاناتو د کمښت خبرداری ورکړ او ويلي يې دي که چيرې مهاجرو ته پر وخت کافي امکانات ونه رسيږي ښايي وضعيت تر دې نور هم خراب شي او حتي يو شمير مهاجر خپل ژوند له لاسه ورکړي.
انځور: DW/M.M. Rahman
د خوراکي موادو کمښت
د مهاجرت نړیواله اداره وايي چې په بنگله ديش کې میشت مهاجر د خوراکي موادو له کمښت سره مخامخ دي او له دې اړخه مهاجر په بد وضعيت کې قرار لري. په تازه رپوټونو کې د اوبو او درملو د کمښت خبره هم شوې وه.
انځور: DW/M.M. Rahman
انځورونه1 | 21
۷۲ کلنې سان سوچي په پلازمينه ناپيداو کې وويل: «د اګست پر ۲۵ نيټه د پوليسو پر سرحدي پوستو او همدا راز په کليو کې د دوی پر مرکزونو د وسله والو ډلو له خوا بريدونه وشول. د دې بريدونو په پايله کې حکومت د «اراکان روهنګيا د آزادۍ پوځ» ډله چې د دې بريدونو مسوليت یې لاره، د ترهګرۍ ضد قانون پر اساس يوه ترهګره ډله وبلله.»
نوموړي زياته کړه: «په نړۍ واله کچه د راخين ايالت د وضعې په اړه ډيري انديښنې څرګندي شوې. خو موږ د بشري حقونو څخه هر ډول شوې سرغړونه او غير قانوني کړنې غندو. موږ په ټول هيواد کې د سولې او ثبات تامين او د قانون حاکميت ته ژمن يو.»
په ميانمار کې د زور زياتي له ويرې تر ۴۰۰ زرو زيات مسلمانان ګاونډي هيواد بنګله ديش ته په تيښته مجبور شوي دي چې دې کار سان سوچي او د هيواد حکومت تر سخت فشار لاندې راوستی. په ځانګړي توګه پر سان سوچي سختې نيوکې وشوې. نوموړې له همدې امله د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلۍ کې د ګډون څخه هم ډډه وکړه.
د څارونکو په آند دا خبره هم له امکانه ليرې نه ده چې د سان سوچي اغيز پر پوځ ښايي دومره زيات نه وي چې دوی د روهنګيا پر ضد له خپلو کړنو راوګرځوي. د روهنګيا لږکۍ غړي او همدا راز د بشري حقونو فعالان د ميانمار مشرتابه په دې تورنوي چې دوی غواړي روهنګيا له دغه ځايه وشړي. خو ميانمار دا تورونه ردوي او د ياغيانو پر ضد عملياتو خبره کوي.