سان سوچې نړیوال اقتصادي فورم ته خپله وینا اورلې ده
۱۳۹۱ خرداد ۱۲, جمعهاعلان
د میانمار د اپوزیسون مشرې آنگ سان سوچي په بنکاک کې نړیوال اقتصادي فورم ته خپله وینا اورلې ده. دا د هغې تر دوو لسیزو د نظر بندې وروسته لومړنې وینا وه. دغه نړیوال اقتصادي فورم ته په خپله وینا کې سان سوچي له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې په میانمار کې د اوسني دموکراتیکو اصلاحاتو وروسته سالم گامونه واخلي. همدغه شان هغې په پانگه والو هم غږ وکړ په میانمار کې د بې کارې په راټیټولو کې دغه هیواد ته لومړي توب ورکړي.