ساکاشويلي: نړيوالي ټولني ته مي د مخه لا پدې اړه خبر ورکړی و
۱۳۸۷ مرداد ۲۰, یکشنبهپوتين اوسيتيا ته پخپل تګ سره داوښول چي هغه اوس هم هر څه دی او په عيني وخت کي يې د ناټو پر خلاف له سختو الفاظو څخه کار واخيست. د ګرجستان جمهور رييس ميخايل ساکاشويلي، دې مسألې ته په بشپړه توګه بل ډول ګوري.
ساکاش ويلي وويل چي ما د مخه لا نړيوالي ټولني ته د روسيې د يو اړخيز اقدام څخه خبرداری ورکړی و او اوس دا دي هغه څه پېښ سول چي وړاند وينه يې کيده.
ساکاشويلي وويل:«روسيې نه يوازي په جنوبي اوسيتيا کي پر موږ باندي بريد وکړی، بلکي په ابخازيا کي هم د هوا د لاري اوپه تور سمندرګی کي د جنګي بيړيو د لاري. دا د ډير پخوا څخه پلان سوي عمليات ول. مسکو د ډير پخوا څخه يوې پلمې ته سترګي په لاره وو.
د اوسيتيا په جګړه کي د روغي جوړي لپاره د امريکاد متحده ايالاتو جمهور رييس جورج ډبليوبوش، هڅه کوي،د پيکينګ څخه د دواړو خواو سره ټيلفوني خبري وکړي.
جورج بوش وايي:« ټول مسايل کيدای سي چي په سولیزه توګه حل سي. ما د دواړو هيوادونو د حکومت له مشرانو سره خبري وکړې.ګرجستان يوخپلواک دولت دی. د هغه د خاوري بشپړتيا ته بايد درناوی وسي.
په شخړه کي د روسيې د لاس درلودلو له امله د ملګرو ملتو د امنيت شورا په خپل کار کي د نه توان درلودلو څرګندوني ګړي دي. اوس د اروپاد اتحاديي او په اروپا کي د امنيت او همکارۍ سازمان استازي هڅه کوي چي په کړکيچ کي مینځګړيتوب وکړي.