1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ساینس پوهان: اقلیمي تغیر د هوا د خرابیدو خطر ډیر لوړوي

۱۴۰۱ مهر ۷, پنجشنبه

د ساینس پوهانو د تازه ارقامو پراساس د واوري او کنګلونو ژر ویلي کیدل، د ځنګلونو سوځیدل او د سختو طوفانونو ډیریدل هغه څه دي، چي د اقلیمي تغیراتو په نتیجه کي رامنځته او په ښکاره ډول سره لیدل کیږي.

BdT Deutschland Unwetter in Köln
انځور: Christoph Hardt/Geisler-Fotopres/picture alliance

ځکه نو ساینس پوهانو په هامبورګ کي د سختي خرابي اب وهوا د دولسم  کانګرس پر مهال د حکومتونو او جامعې څخه په دې برخه کي د ژر تر ژره معاملې غوښتنه وکړه. هغوی د مځکي د کُرې د نور تودیدو د نه جبرانیدونکو عواقبو څخه خبرداری ورکړ. 

د جرمني د هواپيژندني ادارې د رهبرۍ غړي، توبیاس فوکس، چي په دغه کنفرانس یې برخه اخیستې ده، پرون چهارشنبه(د سپټمبر ۲۸ مه) وویل، چي« موږ پدې منځ کي اقلیمي تغیر مستقیمأ پخپلو سترګو وینو او په اصطلاح د دروازې مخته مو ولاړ دی. د دغه تغیر د خرابوعواقبو سره اوس موږ هر یو شخصأ مواجه یو».

تر راتلونکي جمعې ورځي پوري به په دغه کنفرانس کي تقریبأ ۱۰۰ ساینس پوهان او د اقلیمي مسایلو متخصیصین خپل نوي مشاهدات او تجارب د عامه ذهنیت په اختیار کي ورکړي. 
 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل