د امنیت او خصوصي حریم کارپوهانو د واتس اپ اپلیکیشن له نیمګړتیا څخه خبر ورکړی دی. د دوی په خبره دغه خدمات انکریپټ یا کود شویو پیغامونو ته د لاسري امکان برابروي.
اعلان
کارپوهان خبرداری ورکوي چې دا ډول لټون کولی شي د کارنکو په اړه د حکومتونو د جاسوسۍ په برخه کې اسانتیا رامنځته کړي. د نني عصر د اپلیکیشنونو یوه مهمه ځانګړینه دا ده چې باید خپلو کارونکو ته دا ډاډ ورکړي چې د دغو خدماتو وړاندی کونکي، هیکران، استخباراتي ادارې او حکومتونه یا په بل عبارت بل دریم کس د پيغام استونکي او ترلاسه کونکي په منځ کې د دوی پیغامونو ته لاسرسی نه شي درلودلی.
اوس کارپوهانو په واتس اپ کې موندلې چې دغه په زړه پورې اپلیکیشن جدي امنیتي ستونزې لري او کیدای شي چې د کارونکو خصوصي معلومات ولیدل شي او یا هم وپلټل شي.
د ګارډین ورځپاڼې په خپل یو ځانګړي رپوت کې لیکلي دي: «د فیسبوک، او واتس اپ د مالکانو هغه ادعا چې وایې حتی پخپله دغه شرکت او کارکونکي یې د دغې شبکې د کارونکو پیغامونو ته لاسرسۍ نه لري.» نا سم دی او تر اوسه پورې واتس اپ تر یو میلیارد خپلو ډیرو کارونکو ته غلط ادرس ورکړی. ضعف د کود ورکولو په طریقه کې دی چې د امنیتی چارو کارپوهانو په خبره کیدای شي د«بیان آزادۍ له پاره یو لوې ګواښ» وي.
د امنیتي چارو کارپوهانو له ګارډین سره په مرکه کې ویلي دي چې واتس آپ، خونديتوب او عمومي کود ورکونه، د خپل اپلیکیشن د ځانګړینې په توګه مطرح کړی، له همدې امله ډیر فعالان، سیاسي څیړونکي، ورځپاڼه لیکونکي او دیپلوماتان، د سایبري ګواښونو او جاسوسۍ څخه د ځان ساتلو له پاره دغې شبکې ته پناه ور وړي، خو شاید اوس د دې وخت را رسیدلی وي چې په دې برخه کې تجدید نظر وکړي.
له نوي کود سره د پيغامونو دویم ځلي استول
واتس اپ د کود ورکولو یا رمز ګذارۍ له پاره د «سیګنال» له پروتوکول څخه کار اخلي، چې د لیږدونکي او ترلاسه کونکي په منځ کې د نفوذ امکان له منځه وړي.
خو اوس کشف شوی کله چې واتس آپ د آفلاین کارونکو له پاره د نورو کودونو په ورکولو سره (چې هم استونکي او هم ترلاسه کونکي له پاره نا پيژندل شوی وي) د پیغام استونکی د پيغام دویم ځلي استولو ته اړ کړي او په نتیجه کې ټول هغه پیغامونه چې په بریالیتوب سره نه دي استول شوي دویم ځلي کود ورکړي له دې تکتیک سره د پیغامونو د لیدلو او د هغې د څارنې امکان لږ ترلږه د واتس اپ جوړونکي کمپنۍ ته په لاس ورزي.
په کود بدلولو کې دغه تغیرات د پیغام ترلاسه کوونکي ته نه رسیږي او استونکی هم یوازې په هغه صورت کې پر دې موضوع خبریږي چې د دغه امکان د کود ورکولو سیټنګ یې فعاله کړی وي. حتی دا به هم د پیغامونو تر دویم ځلي لیږد وروسته ترسره شي: یعنې په هغه وخت کې چې په بالقوه توګه جاسوسي ترسره شوې وي.
د کالیفورنیا د پوهنتون د کود ورکونکې او خوندیتوب دغه کارپوه توبیاس بولتر د ګارډین ورځپاڼې ته وایې: «که یو دولتي سازمان له واتس اپ څخه وغواړي چې د یوه کارونکي پخواني پيغامونه دې د دوی په اختیار کې ورکړي، واتس اپ په کودونو کې د همدغو تغیراتو په وسیله کولی شي دا کار ترسره کړي.»
توبیاس بولتر د ۲۰۱۶ کال په اپریل میاشت کې هم د واتس اپ د دغه ضعف په اړه د فیسبوک مسئولینو ته اطلاع ورکړې وه خو فیسبوک په غبرګون کې وویل چې له موضوع څخه خبر دي. له هغه وخت څخه تر اوسه پورې یې د خونديتوب دغې ستونزې د رفع کولو له پاره یې هیڅ ډول کار نه دی کړی.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (01.09.2016):
انځورونه: د گوتي له نخښي تر بیومتریکي معلوماتو
۱۲۵کاله مخکي په اول وار د گوتې له نخښې څخه د ثبوت د وسیلې په تړگه کار واخیستل سو. نن ورځ د بیومتریکي معلوماتو د ترلاسه کولو په اړه مختلف میتودونه سته، لکه جینیتیکی معاینات، ږغونه، تصویرونه او نور ارقام. انځورونه
انځور: arfo - Fotolia.com
له ۱۲۵ کلونو راهیسي په عصري جرم پیژنده کي
په ۱۸۹۱م کال کي ارجنټایني جرم پوه، ایوان ووسیتیک چی په کروشیا کي زیږیدلی وو، د گوتو د نخښو لومړی آرشیف رامنځته کړ. له هغه راهیسی د هر شخص له پاره د گوتو ځانگړې نخښه د مجرم د معلومولو په برخه کی ډیر ښه ثبوت دی. دلته یو جنایی پولیس تر غلا وروسته د مجرم د گوتي نخښې معلوموي. ددې کار له پاره هغه پر دغي نخښې باندي پوډر اچوي، څو هغه نوره هم رابرسیره سي.
انځور: picture-alliance/dpa
په آرشیف کي د دوامداري ساتني له پاره
د یوه نښلوونکي پلاستیک په مرسته، دغه نخښه د کاغذ پر مخ انتقالیږي، څو وروسته ورباندي پلټنی وسي. پخوا به د گوتو د نخښې معلومول یو سخت کار وو، سړی مجبوره وو هره نخښه له گوتې سره مقایسه کړي. نن دغه کار کمپیوټر پرمخ بیايي.
انځور: picture-alliance/dpa
د قلم رنگ ته اړتیا نه سته
همدارنگه له گوتي څخه د نخښي اخیستل هم په وروستیو کلونو کي بدلون موندلی دی. نن ورځ له سکن کولو څخه کار اخیستل کیږي. دغه آله په سرعت سره بیومتریک معلومات راباسي.
انځور: picture alliance/dpa/P. Endig
د نخښي په کاپۍ کي هویت څرگندیږي
د گوتې د نخښي په چاپ کي کمپیوتر مشخص ځایونه په گوته کوي. د مثال په ډول د گوتو د لیکو منځ، د هغو جلاوالی او یا هم فاصله او داسي نور. دغه ډول نخښي له یوه انسان څخه بل ته کاملاً توپير لري او حتی په غبرگولیانو کي هم ورته نه وي.
انځور: itestro/Fotolia.com
هیڅوک نه سي کولای دوه واره رایه ورکړي
د گوتي له نخښې څخه نه یوازی په جنایی برخه کي کار اخیستل کیږي، بلکي په نورو برخو کي هم، لکه دلته د نایجیریا په انتخاباتو کي. په دې ډول یو څوک نه سي کولای دوه واره خپله رایه وکاروي او همدارنگه یوازي هغه کسان رایه ورکولای سي چی نوم یې راجستر سوی وي.
انځور: APC Presidential Campaign Organisation
څوک یو وخت چيري وو؟
د پناه غوښتني پر عریضې د کار کولو او همدارنگه د مهاجرو د قبلیدو په برخه کي هم دا پوښتنه رامنځته کیږي چي نوموړی کس اول وار د اروپايي ټولني په کوم هیواد کي وو؟ د گوتې د نخښې په ورکولو سره د هغو راجستر ډیری آسانتیاوی رامنځته کوي. په دې شرط چی ټولي ادارې د سکن آلې ولري او له هغو څخه کار واخلي.
انځور: picture-alliance/dpa/A. Weigel
دا زما معلومات دي!
عصري سمارت تیلیفونونه د «Touch ID » په نامه یوه وظیفه لري. د هغه درلودونکي د خپلي گوتې په نخښې سره ثابتولای سی چی د هغه مالک دی. کله چی نوموړی تیلیفون د بل چا لاس ته ولویږي نو نه سي کولای چی معلوماتو ته یې ورداخل سي.
په آلماني او نورو پاسپورټونو کي د ۲۰۰۵م کال راهیسي د گوتو د نخښې دیجیتالي معلومات ثبت دي. دغه معلومات د پاسپورت په چیپ کي راټول سوي او د هغو څنگ ته د نوموړي شخص بیومتریک عکس هم موښلول سوی دی. همدارنگه عکس هم لکه د گوتې د نخښې په څیر د انسانانو ترمنځ توپیر ښکاره کوي.
انځور: picture-alliance/dpa/P. Grimm
کله چي کمپیوتر څېرې وپیژني
هغه کمپیوترونه چي دغه ډول بیومتریک معلومات پېژني، دومره عالي دي چي د نظارتي کمرو په واسطه، لټول سوی کس په گڼه گوڼه کي هم پیژندلای سي. همدارنگه په شخصی ډول انترنتی خدمات هم د مخونو د پیژندلو سیستم کاروي. د مثال په ډول غواړی د سیاحتي سفرونو د عکسونو د بسته بندۍ پر وخت په عکسونو کي د خلکو مخونه سم وپیژني.
انځور: picture-alliance/dpa
د گوتي د جینیتکي نخښې مخترع
الیس جیفریز ته په ۱۹۸۴م کال کي د لایسیستر په پوهنتونو کي د پلټنو پر وخت دا نظر ورپيدا سو چی د DNA یا جینیتکی معایناتو څخه د انسانانو په پیژندنه کي کار واخلي. هغه په دغه تست کي په تصادفی ډول د هر انسان له پاره انفرادي شکلونه پیدا کړه. له دغو شکلونو څخه یې یو تصویر په لاس راووړ چي یو خطي کوډ ته ورته وو.
انځور: picture-alliance/dpa
خط لرونکی کوډ د هر انسان له پاره
په آلمان کي دغه ډول د گوتو جینیتیکي نخښې د ۱۹۹۸م کال راهیسي د آلمان د جنايي ادارې د معلوماتو په بانک کي ثبتې دي. څه د پاسه ۱۸ زره جرمونه تر اوسه پوري یوازي په آلمان کی د DNA د تست په نتیجه کي معلوم سوي دي.
په سربرینیڅا کي تر ډله ایزي وژني وروسته دغه تست کامیابه وو. د اول وار له پاره د یوې ډله ایزي وژني د قربانیانو هویت وپیژندل سو. په دغه عکس کي پنځه کلنه ایما حسنووف د خپل اکا سره خدای په اماني کوي. په سربرینیڅا کي د ۶۰۰۰ قربانیانو څخه د ډیریو هویت د DNA د تست له لاری پیژندل سوی او په دې وسیله د خپلوانو له خوا خاورو ته سپارل سوي دي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/A. Emric
بیومتریک په تلیفون یا کمپیوتر کي هم
بیومتریک معلومات په صوتي موجونو او دیجیتالي ارقامو کي هم موجود دي. د ږغ پیژندلو کمپیوټرونه کولای سي د هغو کسانو ږغونه برملا کړي چي په تلیفون کي نورو ته مزاحمت کوي، دا ځکه چی هر ږغ انفرادي دی. همدارنگه په انترنت کي هم یو کس له ځانه ډیري نخښې پریږدي چی په انفرادي شکل باندی پلټنی ورباندي کیدای سي.