1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د چین له خارجه وزیر سره د افغانستان په اړه د ناټو خبري

۱۴۰۰ مهر ۶, سه‌شنبه

د ناټو عمومي منشي د چین خارجه وزیر ته له طالبانو سره د چلند په اړه تلیفون کړی او ټینګار یې کړی دی، چي په بین المللي سطح یې باید مقابل کي واحد عمل تر سره، تر څو وعده ورکړل سوي مکلفیتونه تر سره کړي.

Belgien Brüssel NATO Generalsekretär Jens Stoltenberg
انځور: picture-alliance/AP Photo/O. Matthys

د ناټو د عمومي منشي، ینس ستولتنبیرګ په حواله طالبان باید هغه مکلفيتونه پر ځای کړی چي ژمنه يې کړې وه. هغه له تروریزم سره مبارزه او د بشر حقوق مراعت ول دي.

په افغانستان کي د ناټو د نظامي ماموریت تر ختم لږ وروسته طالبانو قدرت بیرته ونیوی. دا هم پداسي حال کي ده چي د ناټو د دوو لسیزو ماموریت هدف دقیقأ همدا وو چي د داسي یو کار مخنیوی وکړي.

د ناټو له غړو هیوادونو سره اوس دا تشویش موجود دی چي چین به کوښښ وکړي، په افغانستان کي د نوي حالت څخه د ځان په ګټه استفاده وکړي، کوم چي به د ستولتنبیرګ په خبره د افغانانو له پاره منفي عواقب ولري.

سربیره پردې ستولتنبیرګ د چین دخارجه وزیر، وانګ یي سره د دغه هیواد د امنیتي سیاسي تګلاري په باب خپل تشویش بیان کړی دی. په مشخص ډول هغه د چین د اټومي وسلو او نظامي تجهیزاتو د عصري کولو په هکله د شفافیت نه موجودیت په اړه تشویش ښکاره کړی دی.

سربیره پردې ستولتنبیرګ له چین څخه غوښتي دي، چي بین المللي مکلفیتونه مراعت او مسؤلانه عمل تر سره کړي.