1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ستولتنبيرګ: په اروپا کې د امريکا حضور د ناټو له پاره مهم دی

۱۳۹۹ تیر ۴, چهارشنبه

د ناټو سازمان عمومي منشي ينس ستولتنبيرګ ويلي دي چې په اروپا کې د امريکا حضور د نړيوال امنيت له پاره حياتي ارزښت لري. نوموړي د ناټو په مشرتابه کې د آلمان د ونډې د زياتولو غږ هم وکړ.

Deutschland Grafenwöhr US-Soldaten
انځور: Getty Images/AFP/C. Stache

له دويچه ویله سره په يوه ځانګړې مرکه کې د ناټو سازمان عمومي منشي په دغه پوځي ائتلاف کې د آلمان پر مشرتابه ټينګار وکړ. نوموړي دغه څرګندونې په داسې حال کې وکړې چې د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ څو ورځې تر مخه له آلمان څخه د خپلو ۹۵۰۰ عسکرو د ایستلو اعلان کړی وو.

ستولتنبيرګ وويل چې تر هغه دمخه چې ترمپ دغه اعلان وکړي له هغه څخه یې د دې کار د صرف نظر غوښتنه کړې وه. ستولتنبیرګ وويل: «ولسمشر ترمپ ته مې وويل چې په اروپا کې د امريکا حضور د ناټو له پاره مهم دی. دا د اروپا له پاره مهم دی خو د امريکا له پاره هم ډېر مهم دی. په اروپا کې سوله او ثبات د شمالي امريکا په ګټه دی.» نوموړي په خپلو خبرو کې زياته کړه: «موږ بايد دا په ياد ولرو چې په آلمان او اروپا کې د امريکايي عسکرو حضور نه يوازې د اروپا د ساتنې له پاره اړتيا ده، بلکې دا د اروپا تر پولو هاخوا په منځني ختيځ، افريقا، افغانستان او نورو سيمو کې هم د امريکا پیاوړتيا ته انعکاس ورکوي.»

د ترمپ پر دغه لانجمن ګام د آلماني وزيرانو له خوا چې د دفاع وزير انه ګريت کرمپ کارنباور او د بهرنیو چارو وزير هايکو ماس هم پکې شامل دي، نيوکې وشوې. له آلمانه به د ۹۵۰۰ عسکرو په وتلو سره په دې هېواد کې د امريکايي پوځيانو شمير ۲۵۰۰۰ ته راټيټ شي.

ترمپ د خپل پلان د اعلانولو پر وخت ادعا وکړه چې آلمان د ناټو د دفاعي بودیجې ټاکل شوي مصارف نه دی ورکړي او دغه هېواد یې «غفلت کار» بللی دی.

د ناټو سازمان عمومي منشي ينس ستولتنبيرګانځور: Getty Images/AFP/K. Tribouillard

ستولتنبيرګ وويل چې هغه په دې آند دې چې د ناټو د غړيو ترمنځ همکاري د نړيوال امنيت او سولې له پاره ډيره مهمه ده او د اروپا د ستر اقتصاد په توګه د آلمان په دې ائتلاف کې شراکت هم په ورته ډول مهم دی.

نوموړي وويل چې وموليدل چې کوم امنیتي ګواښونه او ننګونې مو د وبا تر مخه درلودلې هغه اوس هم شته. هغه زياته کړه: « ترهګریز ګواښونه، د چين د راپوته کيدو نتایج او اوکراين پر وړاندې د روسيه چلن دا ټول ګواښونه اوس هم موجود دي او د کرونا ويروس وبا لا پسې قوي کړي دي. له همدې کبله موږ اړ يو چې د دفاع په برخه کې نوره پانګونه وکړو او دا ډاډ ترلاسه کړو چې موږ مجبور نه يوو چې د روغتيا او يا امنيت څخه یې يو انتخاب کړو.»

د دې پوښتنې په ځواب کې آيا نوموړی هم په دې نظر دی چې آلمان د ناټو په برخه کې خپل مسئوليت نه دی پر ځای کړی، ستولتنبرګ وويل: «زه آلمان ته د يوه ډېر مهم او پياوړي متحد په سترګه ګورم. آلمان اوس په اصل کې پر دفاع ډیر مصرف کوي. آلمان همدا راز د ناټو په لګښتونو کې هم برخه اخلي.» نوموړي زياته کړه: «آلمان د مثال په توګه د بالتيک په هېوادونو او په افغانستان کې د ناټو په چوکاټ کې ډير مهم رول لري. خو څرګنده ده چې موږ له آلمان څخه لا زياته تمه لرو.»

ستولتنيرګ همدا راز د ناټو په مشرتابه کې د آلمان د شاملولو غوښتنه وکړه. هغه وويل: «نړۍ په مشرتابه کې د آلمان زياتې ونډې ته اړتيا لري او ناټو همچنان. دې ته اړتيا ده چې آلمان نور مهم رول ولوبوي ځکه آلمان د اروپا تر ټولو قوي اقتصاد دی او په ناټو کې د بريتانيا او متحده ایالاتو وروسته دريم هېواد دی چې ستره دفاعي بودجه لري.»

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب