له تیري یوې اوونۍ راهیسي پر کندهار ښار د کجکي د برېښنا راغځیدلی لین د دولت او وسله والو طالبانو په جګړو کي پرې سوی دی. د کندهار ښار اوسيدونکي د گرمۍ او اوبو د نه شتون له کبله سر ټکوي.
انځور: DW/A. Knobloch
اعلان
کندهار د افغانستان یو له تودو ولایتونو څخه دی، چي د دوبي په موسم کي يې د ګرمۍ درجه تر څلوېښت سانټي ګراد پورته کیږي.
د کندهار ښاریانو د څښلو او کارولو لپاره د اوبو ژوري برمې په هر کور کي کیندلي، چي د برق په واسطه اوبه ځیني راکاږي. ددغه برقي لین د قطع کیدو سره سم اکثره کورونه اوبه نه لري او کوچنیان په یو غوړپ اوبو پسي کور په کور ګرځي.
قدرت الله د کندهار ښار اوسیدونکی دی، چي له خپل مخ څخه يې په لستوڼي خولې پاکولې آلمان ږغ دویچه ویله ته وویل، هرکال د هوا له ګرمیدو سره پر کندهار ښار برق پرې کیږي، بیا خوار اوغریب د اوبو د نستوالي او نورو ستونزو سخت په تکلیف وي. هغه زياتوي: » دا سخته ګرمي او د برق دا اوږده پرچاوي، په خدای سړی حیران سي، نن څلورمه ده اوبه نه لرو، دهمسايه ګانو له کورو څخه یې راوړو. »
ځلمی بیا د کندهار د اوومی ناحيې یو بل اوسیدونکی دی، هغه وايي، چي برق قطع سوی، د هر شي بیې هم ورسره لوړې شوي، د یخي بیه لا تر دوه چنده لوړه سوې ده. د هغه په خبره له یوې خوا کرونا، له بلي خوا بې کاري او د برق نستوالی هغه ستونزي دي، چي په دې ښار کي په سلهاوو کورنۍ ورڅخه کړیږي. هغه زياتوي: «د یخي من له ۱۰ افغانیو څخه ۲۵ افغانیو ته رسیدلی دی، هغه هم داسي پر چور وي، چي نوبت نه رسیږي.»
د کندهارولایت د برېښنا ریاست مسؤل امان الله ایوب فاروقي له المان ږغ سره په خبرو کي د خلکو ستونزي مني او وايي، څو واري يې اینجینران سیمي ته لیږلي دي،خو د جګړې له امله نه سي کولای دغه زوړ لین بیا وتړي.
په ډيره گرمي کي آلمانان خپل وخت چيري تيروي؟
د ډيرو آلمانانو له پاره اوس د کال تر ټولو ښه وختونه دي. مکتبونه رخصت دي، په ادارو کي کارونه کم دي او د شپې له خوا خلک خپل وخت په باغونو او تفريح ځايونو کي تيروي.
انځور: picture alliance/dpa/H. Christian Dittrich
په شخصي باغونو کي
په آلمان کي د ښار ځيني اوسيدونکي يو شخصي باغ هم لري. په اصل کي دلته ټول کال چمنونه او واښه ريبل کيږي او تصفيه کاري کيږي خو په دوبي کي بيا پکښي کبابونه پخيږي او لمر ته استراحت کيږي.
هري خوا ته ټوالان هوار دي او د چپسو بوي تر پزې کيږي. ځيني تنکي ځوانان توپ بازي کوي. په جرمني کي د ۷۰۰۰ په شاوخوا کي د لامبو حوضونه سته چي نيمايي يې هغه سرخلاصي حوضونه دي چي يوازي په دوبي کي د خلکو پرمخ پرانيستي وي.
انځور: picture-alliance/dpa/D. Karmann
او يا هم د سمندر غاړه
په سمندر کي لامبو د ډيرو آلمانانو خوښيږي. دغه ډول اوبه او ويالې په هر ځاي کي ليدل کيږي. د مثال په ډول د «خيم زې او باير مير» ډير مشهوره دي چي اوبه يې هم پاکي وي او په هغو کي د سپورت بيلابيل ډولونه هم تر سره کيږي.
انځور: picture-alliance/dpa
د موسيقۍ په فيستيوال کی
په جرمني کي دوبی، د موسيقۍ د فيستيوالونو وخت هم وي. د هري اونۍ په پای کي د رَپ موسيقۍ څخه نيولې بيا تر هيپ پاپ پوري د ومسيقۍ ډول ډول فيستيوالونه پر لاره اچول کيږي.همدارنگه د «هيوي ميټال» په نامه د نړۍ تر ټولو لوي فيستيوال او د «هريکان» په نامه فيستيوال چي د «راک، پاپ او الکترو »موزيک څخه جوړ سوي، هم ددغه فيستوال لويه برخه جوړوي.
انځور: DW/A. S. Brändlin
په برلين کي
په ۲۰۱۷م کال کي څه ناڅه ۱۳ ميليونه انسانانو له پلازمينې برلين څخه ليدنه وکړه چي د هغوي ۳۸ سلنه يې بهرنيانو جوړوله. دا په دې معني چي برلين د سفر کولو له پاره ډير محبوب ځاي دي.په تيره بيا دوبي کي چي سړی کولای سي تاريخي ځايونه يې په پښو وگوري. او يا هم په سرخلاصو بسونو کي له هغو څخه ليدنه وکړي.
انځور: picture-alliance/dpa/B.V. Jutrczenka
پر بايسکل باندي
آلمان سړی پر بايسکل هم کتلاي سي. د بايسکل له پاره ترانسپورتي لاري ډيرې ښې يو له بل سره تړل سوي دي. همدارنگه دغه لاري په ځنگلونو او د اوبو پر شاوخوا جوړي سوي دي. له بلي خوا د «روهر» په نامه د بايسکل لويه لاره هم سته چي نور نقيله وسايل ورباندي نه تيريږي.
انځور: Foto: Ahrtal-Tourismus Bad Neuenahr-Ahrweiler e.V.
په سينما کي
په ډيرو تودو ورځو کي سينما ته تگ هم د خلکو خوښيږي دا ځکه چي هلته يخ کولرونه چالانه وي. په تيره بيا چي د هالييود نوي فلمونه هم نندارې ته وړاندي کيږي. په ۲۰۱۷م کال کي شاوخوا ۱۲۲ اشاريه ۳ کسانو په آلمان کي په سينماگانو کي له فلمو څخه ليدنه کړې ده.
انځور: Colourbox
د هسپانيې د مايورکا په ټاپو کی
کله کله د مايورکا ټاپو ته په مسخرو د جرمني د اولسم ايالت په سترگه هم کتل کيږي. څه د پاسه ۳۰ زره آلمانان په دايمي ډول په دغه ټاپو کي خپل ژوند پر مخ بيايي او په ميليونو آلمانان بيا کال په کال خپله د دوبي رخصتۍ هلته تيروي. هلته ژبه آلماني ده، خوراکونه يې آلماني دي خو هوا يې په مراتب سره تر آلمان ښه ده.
انځور: picture-alliance/dpa/J.Stratenschulte
انځورونه1 | 9
فاروقي زیاتوي: « دغه لین د لښکرګاه دوراهي څخه بیا تر سنګین ولسوالۍ پوري په سلهاوو ځایونه ویشتل سوی او خوړین دی. پرون هم زه سیمي ته نژدې ورغلی وم، خو ګټه يې ونه کړه، نن موبیا د هلمند او کندهار ځیني سپين ږیري له اینجنرانو سره یوځای د قطع سوي لین وصل کولو ته لیږلي، چي طالبان اجازه او دغه لین بیا وتړي. »
نوموړی زیاتوي چې اوس هم کندهار ښاریانو ته په ورځ کي ۴ ساعته سولري برېښنا ورکوي، مګرځیني ښاریان بیا وايي، په ۲ ورځو کي يې لا هم د یاد برق څرک نه دی لیدلی.
د کندهار برېښنا ریاست د معلوماتو له مخي دا مهال کندهار ښار ۱۶۷میګاواټه برېښنا ته اړتیا لري، چي ۲۲ میګاواټه له کجکي، ۳۵ میګاواټه سولري او ۶ میګاواټه له جنراټورانو څخه ترلاسه کوي،خو د جنراټورانو برق یوازي د صنعتي پارک لپاره دی.