د بیلګې په توګه د افغانستان په مرکزي ولایت غور کې چې لږ تر لږه د یوې کورنۍ غړي تر اتلس کلنۍ په کم سن کې واده کړی وو دغه سلنه ۲۱ ته رسیده او په پکتیا کې بیا دغه سلنه ۶۶ ته رسیده.
زموږ له آرشیف څخه:
انځورونه: په جنوبي آسيا کي د کوچنيانو پر ودونو نيوکه
د بشري حقونو د څار سازمان له بنگله دېش څخه غوښتي دي چي د واده په قانون کي د بدلون هغه مسوده چي پکښي د واده سن ۱۶ کالو ته راکښته کيږي، لغو کړي. په جنوبي آسيا هيوادونو او افغانستان کي د کوچنيانو ودول ډېره عامه ستونزه ده.
انځور: Getty Images/AFP
د بشري حقونو د څار سازمان د سه شنبې په ورځ د يوه راپور په خپرولو سره د بنگله دېش له حکومته وغوښتل چي د کوچنيانو د ودولو «اپيدمۍ» ته خاتمه ورکړي. دغه سازمان د بنگله دېش پر قانون جوړونکو باندي نيوکي وکړې چي غواړي د واده قانوني سن له ۱۸ کلنۍ څخه ۱۶ ته راکښته کړي.
انځور: Getty Images/AFP/Str
د بشري حقونو د څار سازمان ويلي دي چي د بنگله دېش په سلو کي ۳۰ سلنه نجوني په پنځلس کلنۍ کي وديږي. که څه هم په بنگله دېش کي د قانون له مخي د کوچنيانو ودول منع دي، خو خلک د رشوت په ورکولو سره کولای سي د نجلی عمر په اسنادو کي بدل کړي.
انځور: Getty Images/AFP/Str
په بنگله دېش کي د طبيعي ناورينونو بهير په دغه هيواد کي فقر ډېر کړی دئ او ډېر خلک خپله لوڼي په کوچنيوالي کي لا ورکوي.
انځور: Getty Images/AFP/Str
څېړني ښيي چي په بنگله دېش کي زده کړو ته د نجونو نه لاس رسی نه يوازي دا چي له اقتصادي ستونزو سره ئې مخامخ کوي، بلکي د هغوی روغتيايي وضعيت ته يې هم زيان رسولی دئ. دوی په کوچنيوالي کي وديږي او زورزياتی ورسره کيږي.
انځور: picture-alliance/Pacific Press/M. Asad
دغه ستونزه يوازي په بنگله دېش کي نه ده، بلکي په ټوله جنوبي آسيا کي ډېري نجوني په کوچنيوالي کي وديږي او دا کار ډېر عادي گڼل کيږي. د يوې څېړني له مخي په راتلونکو لسو کلونو کي به نزدې ۱۴۰ ميليونه نجوني په کوچنيوالي کي واده سي چي د دې په سلو کي پنځوس به ئې په جنوبي آسيا کي وي.
انځور: DW/P.M.Tewari
په افغانستان، پاکستان، هندوستان، بنگله دېش، نيپال او سريلانکا کي په کوچنيوالي کي واده منع سوی دئ. خو دغه ستونزه تر اوسه لا حل سوې نه ده. د ملگرو ملتونو د راپور له مخي له ۲۰۰۰م څخه تر ۲۰۱۰م کاله پوري نزدې ۲۴،۴ ميليونه نجوني مخکي له دې چي ۱۸ کلني سي واده سوي دي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/P. Hatvalne
د جنوبي آسيا په برخه کي يونيسف د سیمه ييز رئيس مرستيال ستيفن ادکيسون، دويچه ويله ته وويل، څو په عامه ذهنيت کي بدلون را نه سي دغه ستونزه به تر ډېره پاته وي.