1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سروې: افغانان باوري دي چې له طالبانو سره سوله امکان لري

۱۳۹۸ آذر ۱۲, سه‌شنبه

د یوې تازه سروې د پایلو پر اساس افغانان تر پخوا ډیر د خپل خوندیتوب په هکله ویره لري. په سروې کې دا هم راغلي چې افغانان تر پخوا ډیر په دې باور دي چې د جګړو سربیره له طالبانو سره سوله امکان لري.

The Asia Foundation Umfrage Afghanistan
انځور: The Asia Foundation/Gulbuddin Elham

د آسیا فاونډیشن یا بنسټ له لوري د ترسره شوې یوې تازه سروې د پایلو په اساس د سروې د ګډونوالو له ډلې څخه ۷۴،۵ سلنه افغانان زیاتره د خپل شخصي خوندیتوب په برخه کې تر پخوا ډیره ویره لري چې د تیر ۲۰۱۸م کال د ورته یوې سروې په په پرتله شاوخوا ۳ سلنه ډیروالی ښيي. د یادې سروې پایلې نن، د سه شنبې په ورځ خپرې شوي دي چې پکې افغانان د تیرې سروې برعکس اوس فکر کوي چې هیواد یې د جګړو سربیره بیا هم په سم لوری مخ پر وړاندې د حرکت په حال کې دی.

په افغانستان کې د آسیا فاونډیشن مشر عبدالله احمدزي، د یادې سروې په یوه برخه کې ویلي: «د سولې د خبرو په برخه کې د هیلو ډیروالی، د ناامنیو په برخه کې ویره او همدا راز اقتصاد هغه څه دي چې د افغانانو پر نظریو یې اغیز کړی دی.»

د افغانستان له پاره د آسیا فاونډیشن مشر په دې باور دی چې سوله او جګړه هغه موضوعات دي چې افغانان یې په هکله ډیرې خبرې کوي. انځور: The Asia Foundation

په یاده سروې کې په مجموعي ډول ۱۷ زره او ۸۱۲ کسانو ګډون کړی چې عمرونه یې هم د ۱۸ کلونه او له ۱۸ کلونو څخه ډیر دی. دغه سروې د روان  ۲۰۱۹م کال د جولای میاشتې په ۱۱مه نیټه پیل شوې او د اګست میاشتې تر ۷مې نیټې پورې یې دوام کړی. د یاد بنسټ د معلوماتو له مخې سروې د افغانستان په ټولو ۳۴ ولایتونو کې ترسره شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په سم لوري د افغانستان د حرکت کولو په برخه کې باور د یاد بنسټ له لوري په ۲۰۱۳م کال کې په ترسره شوې سروې کې تر ټولو ډیر لوړ وو او بیا وروسته په ۲۰۱۶م کال کې خپلې تر ټولو ټیټې کچې ته را ولوید. د سږ کال په سروې کې ۳۶ اعشاریه ۱ سلنه ګډونوالو ویلي چې هیواد یې پر سم لوري د حرکت په حال کې دی. دغه کچه په ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ کلونو کې ۳۲،۸ وو. د سروې ۵۸،۲ سلنه ګډونوالو ویلي چې افغانستان په ناسم مسیر د حرکت په حال کې دی چې دغه کچه بیا په ۲۰۱۸م کال کې ۶۱ اعشاریه ۳ سلنه وه.

پر سم لوري د افغانستان د حرکت کولو په برخه کې د خلکو د خوشبینۍ یو اصلي دلیل «سوله او د جګړې پای» دی چې د سروې  ۲۶،۳ سلنه ګډونوالو ورته مثبت ځواب ورکړی دی. دغه کچه په ۲۰۱۸م کال کې ۱۶،۴ سلنه وه.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې د یوې مودې راهیسې لغوه شوي دي. انځور: picture alliance/AP Photo

د آسیا فاونډیشن په حواله د سولې خبرې او د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو ځنډ د افغانانو د بحث له اصلي موضوعاتو څخه دي. په دې سروې کې افغانانو داسې باور څرګند کړی چې پر اساس یې له طالبانو سره د پخلاینې کچه هم د تیر کال په پرتله لوړه شوې ده. په دې سروې کې ۶۴ سلنه ګډونوالو ویلي چې له طالبانو سره سوله امکان لري. دغه کچه په ۲۰۱۸م کال کې ۵۳ اعشاریه ۵ او په ۲۰۱۷م کې بیا دغه کچه ۵۲ اعشاریه ۳ سلنه ده.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل