1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو په سرپل کي تر ۶۰ زیات کسان په درو وهلي

۱۴۰۳ خرداد ۱۶, چهارشنبه

طالبانو اعلان کړی دی چي په سرپل ولایت کي یې د ۱۴ ښځو په گډون، ۶۳ کسان د «لواطت،غلا او غیراخلاقي اړیکو» په تور په عام محضر کي په درو وهلي دي.

Afghanistan Stadion Fußball Symbolbild Alltag
انځور: Mario Tama/Getty Images

د طالبانو ادارې سترې محکمې د سې شنبې په ورځ ناوخته اعلان وکړ چي په سرپل ولايت کي يې د ۱۴ ښځو په گډون ۶۳ کسانو ته په عام محضر کي سزا ورکړې ده.

د طالبانو د عالي محکمې په یوې خبرپاڼه کي چي د دغي محکمې د ایکس په  کاروونکي اکاونټ کي خپره سوې ده، راغلي دي چي دغه کسان د «لواطت ،غلا او غیراخلاقي اړیکو» په تور د سرپل د مرکز په ورزشي لوبغالي کي په دُرو ووهل سول.

د دغې خبرپاڼي پر بڼسټ د دغو کسانو د سزا ورکولو پر وخت د طالبانو سیمه ایز چارواکي او ډېر نور خلک حاضر ول.

سربیره پردې په پنجشیر ولایت کي د طالبانو محلي چارواکو هم ویلي دي چي دوو کسانو ته یې د خلکو په حضور کي سزا ورکړې ده.

په یوې خبرپاڼي کي راغلي دي چي دغه کسان د «نامشروع اړیکو» په تور د پنجشیر ولایت د ابتدايي محکمې په میدان کي په عام حضر کي  په درو ووهل سول.

له هغه وخت راهيسي چي طالبان بيا واک ته رسېدلي دي په عام محضر کي يې د تورنو کسانو دغه ډول سزا گاني پیل کړي دي.

دغی ډلې تر اوسه پوري په سونو ښځي او نارینه د بېلابېلو تورنو له امله په عام محضر کي په درو وهلي او دوه کسان یې قصاص  کړي دي.

نړیوالو ټولنه او د حقوقي چارو کارپوهان، مدافع وکيلانو او قانوني محاکمو ته د نه لاسرسي پرته د تورنو کسانو مجازات کول غندي او دا کار له بشري حقونو څخه سرغړونه بولي. خوطالبان  دغو غبرگونونو ته هیڅ پاملرنه نه کوي او د خپل مشر په فرمان، په عام محضر کي د تورنو کسانو اعدامول او په درو وهل عملي کوي.

GP/NZ/Shakila

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب