1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سرپل: په يوه ترافيکي پېښه کې ۲۵ کسان مړه شوي

۱۴۰۲ خرداد ۱۸, پنجشنبه

د افغانستان په شمال کې د يوه مني بس د چپه کيدو له کبله ۲۵ کسان مړه شوي دي. د پېښې اکثريت قربانيان ښځې او ماشومان دي.

آرشيف انځور: په بلخ کې ترافيکي پېښه
آرشيف انځور: په بلخ کې ترافيکي پېښهانځور: Asif Waziri/Balkh Province Police Command

په سرپل ولایت کې د پوليسو يوه ویاند د چهار شنبې په ورځ وويل چې په پېښه کې ۲۵ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی چې نهه ماشومانو او دولسو ښځې هم پکې شاملې دي.

زياته شوې چې پېښه د سرپل ولايت په صياد ولسوالۍ په غرنۍ سيمه کې پر يوه خامه سړک رامنځته شوې ده. دغه کسان چې له يوه واده څخه راستانه شوي ول له صياد ولسوالۍ څخه يوې بلې سيمې ته پر لاره ول.

اړونده موضوع: بغلان؛ ترافیکي پېښه کې شپږ کسه مړه شوي دي

په سرپل ولايت کې د طالبانو د پولیسو وياند دين محمد نظري د پېښې پړه پر موټر چلوونکي ور واچوله. نوموړي وويل چې مني بس د موټر چلوونکي د بې غورۍ له کبله ژورې کندې ته لويدلی دی. نظري دا ونه ويل چې آیا په پېښه کې څوک ژوندي هم پاته شوي او که نه.

په افغانستان کې تل ترافيکي پېښې رامنځته کيږي چې اصلي علت یې د سړکونو ناوړه وضعيت او پر لویو لارو د موټر چلوونکي بې احتياطي بلل کیږي.

ب. ص/ ن. ز (AP)

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب